دهوایي ډګرونو دچارو د تنظیم کمېسیون نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر دهوایي قواوو په قوماندانۍ کې غونډه وکړه.

دهوایي ډګرونو دچارو د تنظیم کمېسیون نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر دهوایي قواوو په قوماندانۍ کې غونډه وکړه. غونډه د عظیم الشان قران د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل ورپسې د صفونو دتصفیې او دنظامي او ملکي هوایي ډګرونو د چارو دتنظیم کمېسیون مشر او دملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطیف الله […]

دهوایي ډګرونو دچارو د تنظیم کمېسیون نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر دهوایي قواوو په قوماندانۍ کې غونډه وکړه.
غونډه د عظیم الشان قران د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل ورپسې د صفونو دتصفیې او دنظامي او ملکي هوایي ډګرونو د چارو دتنظیم کمېسیون مشر او دملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب دهوایي ډګرونو دتنظیم چارو د کمېسیون د اهمیت او دندو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې وروسته د هېواد د هوایي قواوو عمومي قوماندان محترم الحاج مولوي امان الدین منصور راغلیو مېلمنو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته دهوایي قواوو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:
خارجیان او دهغوی غلامان چې زموږ له هېواد څخه تښتېدل نو ټول نظامي وسائل، وسائط طیارې او چورلکې یې تخریب کړې؛ خو
الحمد لله، زموږ د زیارکښو انجنیرانو په هاند او هڅو تر ننه پورې لسګونه چورلکې فعالې او نور وسائل او وسائط هم ترمیم شول.
وروسته د هوایي ډګرونو دچارو دتنظیم کمېسیون مرستیالانو هریوه دملي دفاع وزارت د کشف عمومي رئیس محترم مولوي علي محمد معتصم
او دانجنیرۍ ریاست عمومي رئیس محترم مولوي نصرالله منصور تالقاني په وار خبرې وکړې
او دچارو دلا پرمختګ لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول، یوه مهمه پرېکړه دا هم وشوه چې د یاد میدان نوم به د کابل په هوایي ډګر سره بدل کړل شي.
سباورځ به، ان شآء الله، د کابل دهوايي قواوو په مرکز کې غټه غونډه جوړه او مطبوعات به هم ورته را وبلل شي.