دهلمند ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰۴ دوه سوه څلور اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HRDA موسیسې په همکارۍ او د UNHCR موسیسې په مالي لګښت د دوه سوه څلور۲۰۴ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. د هلمند د کډوالو چارو ریاست سرپرست ریس محترم انقیادي مولوي صاحب وویل چې دا مرسته د نوزاد،واشېر،ګرشک او […]

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HRDA موسیسې په همکارۍ او د UNHCR موسیسې په مالي لګښت د دوه سوه څلور۲۰۴ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست سرپرست ریس محترم انقیادي مولوي صاحب وویل چې دا مرسته د نوزاد،واشېر،ګرشک او کجکي د هغه اړمنو کورنیو سره ترسره سوه چې څه مده وړاندي یې د ولایت مقام او استخباراتو ریاست او د ځایي مسئولینو ترنظارت لاندي په یادو ولسوالیو کې سروې ترسره شوې وه.

نوموړي وویل چې د هري کورنۍ سره څلورسوه ۴۰۰ امریکایي ډالر نغدي مرسته وسوه.ترڅو دغه اړمن خلګ خپل ژمني او نور اړین توکي په واخلي او د خپلو کورنیو لمړني ضرورتونه ورباندي پوره کړي.

دیادوني وړ ده چې د مرستې د وېش پر مهال د ګرشک ولسوالۍ ولسوال،د کډوالو چارو سرپرست رئیس او دیادو موسیسو نمایندګان هم حاضر وه او توزیع په شفاف ډول ترسره شوه.

دا لمړی ځل نه دی چې هلمند کې د اړمنو کورنیو سره مرسته کېږي بلکي څو ځله نور هم د یاد ریاست په سرپرستۍ او د مختلفو موسیساتو په مالي لګښت د ګڼ شمېر هلمندي ولسونو سره مرستي ترسره شوي دي.

 

نېټه:/۱۴۴۳/۵/۹ هـ ق