دهلمند ځوانانو چارو مدیریت دعزیزي ښوونیز مرکز سره دهمږغۍ غونډه وکړه:

  یاده غونډه چي دقرآنکریم دمکمل لیکلو او انګلیسي ژبي ته دژباړلو په باب جوړه سوې وه پکښې دهلمند ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اړوند دځوانانو چارو عمومي مدیر عبدالباري حنظله ترڅنګ دځوانانو دهمږغۍ مدیر محمد نسیم ریاض ګډون هم کړی وو. غونډه کي دهلمند ولایت دبېلا بېلو آکاډمیکو او ښونیزو مرکزونو مسؤلینو ترڅنګ دځوانانو چارو […]

 

یاده غونډه چي دقرآنکریم دمکمل لیکلو او انګلیسي ژبي ته دژباړلو په باب جوړه سوې وه پکښې دهلمند ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اړوند دځوانانو چارو عمومي مدیر عبدالباري حنظله ترڅنګ دځوانانو دهمږغۍ مدیر محمد نسیم ریاض ګډون هم کړی وو.

غونډه کي دهلمند ولایت دبېلا بېلو آکاډمیکو او ښونیزو مرکزونو مسؤلینو ترڅنګ دځوانانو چارو مدیر عبدالباري حنظله ارزښتناکه ویناوکړه.
نوموړي زیاته کړه ډېر دخوښۍ ځای دی چي زموږ هلمندي زده کړیالانو پخپلو لاسونو مکمل قرآنکریم لیکلی او اوس یې هم وانګلیسي ژبي ته دژباړلو کارپیل سوی چي الحَمْدُ ِلله تراوسه یی لومړی سېپاره ژباړل سوې ده.
هغه دښوونیزو مرکزونو دمسؤلینو څخه غوښتنه وکړه ترڅو دزده کوونکو دعلمي سطحي دلوړولو په خاطر همداسي دیني پرګرامونه دائر کړي.

وروستیو کي دعزیزي ښوونیز مرکز دمدیر محترم نعمت الله همت له خوا دځوانانو چارو مدیریت سره یوتفاهم لیک لاسلیک سو چي پر اساس به یی دعزیزي ښوونیز مرکز له خوا یوشمېر هغه زده کوونکوته چي دځوانانو مدیریت له طرفه ورمعرفي سي په وړیا توګه درسونه ویل کېږي.

دغونډي په وروستیو کي دعزیزي ښوونیز مرکز مسؤل محترم نعمت الله همت دځوانانو چارو مدیریت ستاینه وکړه اومحترم عبدالباري حنظله ته یې نبوي سنت پګړۍ اومحترم محمد نسیم ریاض ته يې ملي بیرغ تحفه کړ.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۷ هــ ق