نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هلمند امنيه قوماندانۍ په انګړ کي د هلمند ولايت له پاره د نوي ټاکل سوي امنيه قوماندان حاجي ملا محمد نعيم (معتمد) معرفت غونډه جوړه سوه . په یاده غونډه کي د هلمند امنيه قوماندانۍ د اداري کارمندانو، امرینو او د حوزو د مسؤلينو ترڅنګ دهلمند داستخباراتو رئيس محترم ابوخالد […]
تېره ورځ د هلمند امنيه قوماندانۍ په انګړ کي د هلمند ولايت له پاره د نوي ټاکل سوي امنيه قوماندان حاجي ملا محمد نعيم (معتمد) معرفت غونډه جوړه سوه .
په یاده غونډه کي د هلمند امنيه قوماندانۍ د اداري کارمندانو، امرینو او د حوزو د مسؤلينو ترڅنګ دهلمند داستخباراتو رئيس محترم ابوخالد صاحب هم ګډون کړی وو.
غونډه دقرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه.
ورپسې د هلمند ولايت لپاره نوي ټاکل سوي امنيه قوماندان حاجي ملا محمد نعيم (معتمد) صاحب خپله ارزښتناکه وينا د غونډي ګډونوالو ته واورول، نوموړي د امنيه قومندانۍ اړوند ټولو مسؤلينو ته جدي سپارښتني وکړې چي د عامو خلګو ستونزو او مشکلاتو ته پروخت رسيده ګي وکړي ترڅو د دوی مشکلات پرخپل وخت حل سي.
امنيه قوماندان د حوزو امرینو ته هم خاصه سپارښتنه وکړه تر څو د لښکرګاه ښار د امنیت او نظم په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړي.
وروسته د هلمند امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مدیریت مدیر روحاني مولوي صاحب خپله ارزښتناکه وینا پيل کړه همدارنګه يې د هلمند امنيه قوماندانۍ د اداري کارمندانو او مديرانو په استازيتوب نوي امنیه قوماندان ته ښه راغلاست ووايه او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چي د امنيه قومندانۍ اړوند ټولي اداري څانګي د عام ولس پر مخ خلاص دي اوخپلي چاري په منظم ډول مخ ته وړي او دوی عملا خپل فعاليتونه د عمل په ډګر کي ښودلي دي.
نوموړي مسؤلينو ته په خطاب کي وويل ترڅو چي مو دهيوادوالو ستونزي خپلي ستونزي نه وي ګڼلي او د دوی ږغ مو تر اړونده ادارو او مسؤلينو نه وي رسولی نو خپل مسؤلیت به مو په صحيح ډول نه وي ادا کړی .
د غونډي په وروستيو کي یوځل بیا امنيه قومندان د غونډي برخه والو ته وويل: د دولتي چارو د پرمخ وړلو لپاره د ټولو ارګانونو او اداراتو ترمنځ همږغي ډېره مهمه ده نو موږ بايد خپلي ټولي چاري په پوره همږغۍ مخ ته يوسو، همداراز نوموړي ژمنه وکړه چي ورسپارل سوې دنده به د شرعي قوانيو مطابق په صحيح ډول مخته وړي.
غونډه په دعائيه وينا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۳ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.