دهلمند ولایت مقام کې د یو شمېر ادارو او مؤسساتو د مسئولینو سره ناسته ترسره شوه

  نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب  صاحب دولسوالیو څخه د خپل سفرونو په تعقیب د یو شمېر ادارو او مؤسساتو د مسئولینو سره غونډه وکړه.   یاده غونډه چې د محترم والي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه، د ولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، داستخباراتو رئیس محترم […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد طالب  صاحب دولسوالیو څخه د خپل سفرونو په تعقیب د یو شمېر ادارو او مؤسساتو د مسئولینو سره غونډه وکړه.

 

یاده غونډه چې د محترم والي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه، د ولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، داستخباراتو رئیس محترم ابوخالدصاحب،د امر بالمعروف نهي عن المنکر سرپرست محترم مولوي عبدالحی عمري صاحب، د اقتصاد ریاست سرپرست محترم انجینر عبدالستار صالح صاحب، د مهاجرینو ریاست سرپرست محترم انقیادي مولوي صاحب، او د یوشمېر نورو ادارو او ګڼ شمېر مؤسیسو مسئولینو او نمایندګانو ګډون پکې کړی وو.

د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

 

وروسته محترم والي صاحب د غونډي ګډون والو ته د خپل سفرونو په اړه مختصر معلومات ورکړه او د هلمند دټولو ولسوالیو د خلګو ستونزي اړتیاوي، او کړاوونه یې تشریح کړه.

او د حل د لارو چارو اړوند یې ارزښتناکه خبري وکړې.

 

نوموړي همداراز وویل چې د نیت اصلاح په هر عمل کې ضروري او لازمي امر دی، چې مسئولین باید په پوره دقت سره ورته متوجه وي. باید خپل نیتونه صفا او په ریښتیني ډول و ټولني ته خدمت وکړو.

هغه وویل چې مسئولیت یو امانت دی چې باید د خدمت په سترګه ورته وګورو نه د منصب او موقف په سترګه.

 

ښاغلي والي صاحب مسئولینو او د خیریه بنسټونو او نړیوال سره صلیب او افغاني سرې میاشتې د نمایندګاه څخه په پوره جدیت سره غوښتنه وکړه چې د مرستو د سروې او توزیع پر مهال روڼتیا، استحقاق، او شفافیت په نظر کې ونیسي او د هري سروې مخکي د ولایت مقام په جریان کې وساتي ، تر څو د مرستو د سروې او وېش بهیر د ولایت مقام سره په همږغۍ ترسره سي. والي وویل چې خلګ په اکثره سیمو کې  د څښاک پاکو اوبو ته، دصحت په برخه کې درملو او روغتیایي مراکزوته لاس رسی نلري ، هغه د معارف ، مدارسو ښوونځیو، مخابراتي شبکو، دابیارۍ په برخه کې ستونزو، د لارو او سړکونو خرابۍ، زراعتي مشکلاتو ته هم څرګنده اشاره وکړه او د اړوند ادارو مسئولینو ته یې جدي سپارښتني وکړې.

 

چې د ادارو او موسیسو د مسئولینو د تود هرکلي سره مخ سوې، او ټولو ژمنه وکړه چې د خلګو وټولو مشکلاتو ته به د امکان ترحده رسیدګي کوو او د خلګو د ستونزو د حل په موخه به دپلانونو پر طرحه او عملي کولو کار وکړو.

 

په اخیر کي غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده