نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مقام له خوا د جنوبي ولسوالیو د تفتیش او څېړني په موخه د جیدو علماء کرامو او مشرانو باصلاحیته لس کسیز پلاوی نن سهار د خانشین ولسوالۍ ته ورسېد یاد پلاوی چې د څو ورځو را په دې خوا یې د جنوبي ولسوالیو د تفتیش بهیر پیل کړی دی، چي مشري یې […]
د هلمند ولایت مقام له خوا د جنوبي ولسوالیو د تفتیش او څېړني په موخه د جیدو علماء کرامو او مشرانو باصلاحیته لس کسیز پلاوی نن سهار د خانشین ولسوالۍ ته ورسېد
یاد پلاوی چې د څو ورځو را په دې خوا یې د جنوبي ولسوالیو د تفتیش بهیر پیل کړی دی، چي مشري یې د ولایت مقام د ځانګړي استازي محترم حاجي مبارک مولوي صاحب په غاړه ده ، او په لس کسیز ترکیب کې یې د امنیه قوماندانۍ ، مرافعه محکمې، استخباراتو ،اطلاعاتو فرهنګ،زراعت ،صحت عامه،محابس،سمع شکایات،او دعوت او ارشاد استازي شامل دي،نن سهار د خانشین ولسوالۍ مرکز ته ورسېدی ،او په لمړي قدم کې یې د یادي ولسوالۍ د زندان څخه لیدنه وکړه ،دبندیانو سره یې د نږدې ولیدل ،او د هر یوه سره یې په جلا جلا ډول د هغو د دوسیو او په محبس کې د چال چلند په اړه خبري وکړې ،او هغو ته یې ددوی د دوسیو د چټک څېړلو ، او جدي غور کولو ډاډ ورکړ، وروسته یې د خانشین او دېشو د ولسوالیو د ټولو ادارو او ټولو حوزو د مسئولینو،په ځانګړي ډول د دواړو ولسوالیو د محکمې د مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه ، او د هغوی ستونزي او وړاندیزونه یې واورېدل ،او د حل پر لارو چارو یې مفصل بحث و کړ.
وروسته یاد پلاوي د دیني عالمانو او قومي مشرانو او عامو مسلمانانو سره په جلا جلا غونډو کې ګډون وکړ ، یاد پلاوي د خلګو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ستونزي او وړاندیزونه په ازاده فضا کې په ښه اطمنان سره مطرح کړي ، د هغو ټولي ستونزي او وړاندیزونه یې د نږدې واورېدل ، د هغو ځیني حقوقي مقدمات یې حل،او ځیني یې و اړوند مراجعو ته محول کړې،او مسئولینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې د یادو مقدماتو د حل په موخه اړین ګامونه پورته کړي.
وروسته د یاد پلاوي دخوا د دواړو ولسوالیو و مسئولینو ته سپارښتنه وشوه ،چې درې ورځي دي د شیخانو او عالمانو په واسطه و مجاهدینو ته درې ورځني اصلاحي سېمنارونه جوړ کړي ، او په دې سېمنارونو کې د اړوند ولسوالیو د ټولو مجاهدینو شرکت کول لازم او اړین دی.
دیادوني وړ ده چې د یاد پلاوي له خوا د خانشین د محبس څخه دوه تنه بندیان ازادسوه، او د محبس دپاره ناظم مولوي صاحب د نوي مسئول په صفت د یادي ولسوالۍ و مسئولینو ته معرفي شو.
تاریخ:۱۴۴۳/۳/۴ هق
۲۰۲۱/۱۰/۱۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.