نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت دګرمسېر ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د دې ولسوالۍ دنظامي مسئولینو او د یادي ولسوالۍ د علماء کرامو له لوري غونډه ترسره شوه غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته د یادي ولسوالۍ نظامي مسئول نصیر صاحب […]
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت دګرمسېر ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د دې ولسوالۍ دنظامي مسئولینو او د یادي ولسوالۍ د علماء کرامو له لوري غونډه ترسره شوه
غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه
وروسته د یادي ولسوالۍ نظامي مسئول نصیر صاحب وینا وکړه. هغه وویل چې : زموږ ولس ډېر کړېدلی او ستړی شوی دی ،او د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دی.
موږ د ولس مشکلات درک کړي دي ،او د ستونزو د حل په موخه مو پلانونه جوړ کړي ،او د دې پلانونو په عملي کولو کې به پوره هڅه او هاند وکړو.
هغه پر مرستندویه موسیسو او نورو خیریه بنسټونو هم ږغ وکړ ،چې د ګرمسېر ولسوالۍ د ولسي خلګو سره خپلو مرستو ته توجه وکړي ،او خپل مرستي ددې ولسوالۍ تر بې وزلو کورنیو پوري ورسوي.
غونډه ددعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.