نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت دوالي محترم طالب مولوي صاحب د هدایت سره سم د ولسوالیو د بازارونو او ځینو ادارو د څار او نظارت په موخه ټاکل سوی ګډ پلاوی ګرشک ولسوالۍ ته ورسېدی. په یاد پلاوي کې د هلمند د املاکو ریاست سرپرست رئیس محترم مولوي سیدنېک محمدمعتصم صاحب او دلښکرګاه ښاروال محترم حاجي انصاري صاحب […]
دهلمند ولایت دوالي محترم طالب مولوي صاحب د هدایت سره سم د ولسوالیو د بازارونو او ځینو ادارو د څار او نظارت په موخه ټاکل سوی ګډ پلاوی ګرشک ولسوالۍ ته ورسېدی.
په یاد پلاوي کې د هلمند د املاکو ریاست سرپرست رئیس محترم مولوي سیدنېک محمدمعتصم صاحب او دلښکرګاه ښاروال محترم حاجي انصاري صاحب او ورسره ملګري شتون لري.
پلاوي نن د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال، ښاروال، او داملاکو دمدیر سره وکتل او دښاري نظم پر جوړولو او د املاکي مځکو او
دعایداتو په منظم ډول راټولولو او نورو بېلا بېلو موضوعاتو اړوند یې بحث او خبري وکړې.
همداراز ښاغلي معتصم د هغه قراردادي پمپونو څخه لیدنه وکړه چې د املاکو ریاست له خوا په قرارداد ورکړل سوي وه.
د یادو پمپونو ومسئولینو ته جدي سپارښتنه وسوه چې د قراردادونو پیسې پر وخت تحویل کړي ترڅو د امارت دعایداتو ذخیره غني سي.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۶/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.