دهلمند ولایت  د موسی قلعه ولسوالۍ د سپین غر تکواندو کلب څخه ۸ تنه ورزشکاران فارغ شول

  دیادو جوړ شوو مراسېمو پرمهال هغه  ورزشکارانو د ۵ کالو زیار او زحمت ایستلو وروسته خپل اسناد ترلاسه کول زیاته خوښي وښودل او نور ځوانان یې هم دې ته وهڅه ول چې ورزش ته مخه کړي . ددغه ورزش کارانو د ډلي څخه د سیدولي په نو م یوتن ورزشکار باختر اژانس ته د مرکي پرمهال وویل چې څه باندې ۵ کالو زیار نه ورسته […]

 

دیادو جوړ شوو مراسېمو پرمهال هغه  ورزشکارانو د ۵ کالو زیار او زحمت ایستلو وروسته خپل اسناد ترلاسه کول زیاته خوښي وښودل او نور ځوانان یې هم دې ته وهڅه ول چې ورزش ته مخه کړي .

ددغه ورزش کارانو د ډلي څخه د سیدولي په نو م یوتن ورزشکار باختر اژانس ته د مرکي پرمهال وویل چې څه باندې ۵ کالو زیار نه ورسته اوس ددې جوګه شو چې د یاد فدارسیون له لوري خپل اسناد ترلاسه کوې .

نوموړی د نورو ځوانانو څخه هم غوښتنه وکړه چې ورزش چې د صحت ته زیاته کټه رسوي   باید دوي هم ورزش ته مخه کړي .

په یاده غونډه کې بیا د هلمند تکواندو فدراسیون رئیس محمد فرید(یاسینی) هم باختر اژانس ته د خبرو پرمهال هغه کسانو چې ددې ولایت د فدارسیون له لورې خپل اسناد ترلاسه کول مبارکي وویل او زیاته یې کړه چې نور ځوانان دې هم ددغه ځوانانو په څیر ورزش ته مخه کړې .

په عین وخت کې بیا سپین غر تکواندو کلب مسؤل استاد عبدالولی مدني هم خوښي وښودل یاد ځوانان یې د ورزش په برخه کې روزلي دې  اوټولني ته وړاندې کړې .

مدني وویل هڅي پیل کړي ترڅو نور ځوانان هم د تیکواند و په برخه کې وروزي اوټولني ته یې وړاندې کړې .

دیادولو وړده چې دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کي ۸ تنه  ځوانان د تیکواندو په برخه کې خپل اسناد ترلاسه کوې.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۶ هــ ق.