دهلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د زندان نظارت ترسره سو

نن د هلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ د محبس څخه د بندیانو د حالت د ارزولو په موخه نظارت ترسره سو. د ولایت مقام د هدایت سره سم د هلمند د سمع شکایاتو ادارې د عمومي مسئول محترم نقشبندي صاحب په مشرۍ دسمع شکایاتو دارجاع و پیګري مدیر قاري عبدالستار (منصور) صاحب او دیادي ولسوالۍ […]

نن د هلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ د محبس څخه د بندیانو د حالت د ارزولو په موخه نظارت ترسره سو.

د ولایت مقام د هدایت سره سم د هلمند د سمع شکایاتو ادارې د عمومي مسئول محترم نقشبندي صاحب په مشرۍ دسمع شکایاتو دارجاع و پیګري مدیر قاري عبدالستار (منصور) صاحب او دیادي ولسوالۍ لخوا عزت صاحب او کفایت صاحب په شمول یو لوړ رتبه پلاوی نن د هلمند د مارجې ولسوالۍ د بندیانو د ارزیابۍ په موخه د یادي ولسوالۍ محبس ته ولاړل او هلته یې د بندیانو د دوسیو، د بند د مودې او له زندانیانو سره د مسئولینو د چال چلند په اړه یې نظارت وکړ.

همداراز ددغه پلاوي لخوا د بندیانو دوسیې وکتل سوې او د زندانیانو د بند د مودې، د بندیانو د ستونزو او شکایاتو او نورو اړینو مسائلو په اړه پوښتني ګروېږني ترسره سوې.

وروسته د ستونزو د حل موخه د جنایي امریت د مسئولینو سره بحث او خبري وسوې او د بېلابېلو موضوعاتو اړوند لازم پلانونه طرحه سوه چي وروسته به یې په اړه لازم اقدامات ترسره سي.
راپور: باختر خبري اژانس/ هلمند

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۷ هـ ق