دهلمند ولایت دزراعت رئیس حاجی مولوي اغاصاحب دآی  سي آر سي له استازو سره ولیدل

  دآی  سي آر سي استازي اغلې (هودیل شوریش) دهلمند ولایت له پاره دآسي آر سي استازي   دسره صلیب داقتصاد دامنیت مسؤل احمدولي  دبزګرانو دستونځو په هکله دحاجي مولوي اغاصاحب سره خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل. په لومړي سرکي دآی  سي آر سي استازو خفل معرفت وکړي او دسلامي امارت څخه یې مننه وکړه چي […]

 

دآی  سي آر سي استازي اغلې (هودیل شوریش) دهلمند ولایت له پاره دآسي آر سي استازي   دسره صلیب داقتصاد دامنیت مسؤل احمدولي  دبزګرانو دستونځو په هکله دحاجي مولوي اغاصاحب سره خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل.

په لومړي سرکي دآی  سي آر سي استازو خفل معرفت وکړي او دسلامي امارت څخه یې مننه وکړه چي زموږ سره همکاري کوي او زیاته یې کړه چي نور به هم موږ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

همداشان  دآسي آر سي داقتصاد دامنیت مسؤل احمدولي دبزګرانو پرستونځو باندي خبري وکړې ده وویل چي دجنګ له کبله چي کوم بزګران زیان من سوي وي دهغوسره به څه نقدي مرسته کیږي چي ترڅو بزګران خپل مشکلات حل کړي، ده وویل چي موږ په څو راتلونکو ورځو کي په پلان کي لرو چي دهلمند اړوند ولسوالیو کي شاوخوا (۴۰۰۰) زیان من سوو بزګرانو سره دامرسته وکړو.

دزراعت رئیس حاجي مولوي اغاصاحب له دوی څخه مننه وکړه چي  ICRC له بزګرانو سره په داسي وخت کي دامرسته کوي چي له یوې خوا جنګ ځپلي اوله بلي خوا وچ کالۍ ځپلي دي.

په داسي مهال له بزګرانو سره دمرستو ژمنه وشوه چي په تیرو څو ورځو کي هم په مارجې ولسوالۍ، اومرکز  لښکرګاه کي په زیانمنو خلګو باندی دنورو مؤسسو لخوا مرستي وویشل وشوي.

تاریخ:۱۴۴۳/۳/۶ هق

۲۰۲۱/۱۰/۱۲