نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي دولايت مقام دغونډو په تالار کي اصلاحي اداري غونډه دهلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه شوه. غونډه کې چې د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ، د ولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، دامنیه قومندانۍ مربوط ټول مسؤولینو، داستخباراتو ریاست مربوط ټول مسوولینو ، […]
نن له غرمې مخکي دولايت مقام دغونډو په تالار کي اصلاحي اداري غونډه دهلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه شوه.
غونډه کې چې د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ، د ولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، دامنیه قومندانۍ مربوط ټول مسؤولینو، داستخباراتو ریاست مربوط ټول مسوولینو ، دسرحدي لیواء،بوست میدان، او معسکراتو مسوولینو، دمختلفو ادارو مسوولينو راغلیو دیني علماوو لکه محترم شيخ الحديث والتفسير مولانا محمدګل صاحب ،محترم شيخ الحديث والتفسير مولانا فضل الباري صاحب او محترم شيخ الحديث والتفسير مولانا مير اغاصاحب ګډون کړی وو.
يادو علماوو هر يوه په خپل وار غونډي ته اصلاحي ویناوي واورولي
په پيل کي شيخ الحديث والتفسير مولانا محمدګل صاحب په خپلو خبرو کي دنظام دساتني لپاره درو موضوعاتو ته اشاره وکړه لکه تقوا ، دجهاد غرض او په بيت المال کي خيانت نه کول هغه وويل : دبيت المال هر شیئ امانت دی.چي ساتنه يې ډېر ستر مسئولیت دی. هغه همداراز زياته کړه چي موږ به په خپل ټول توان سره دشرعي احکامو په تطبیق کې زیار وباسو. لومړی به يې پر خپل ځان عملي کوو بيابه يې وروسته پر نورو د عملي کولو کوښښ کوو .
له هغه وروسته شيخ الحديث والتفسير مولانا فاضل الباري صاحب وغونډي ته داخلاص ، مسؤليت او اطاعت په باره کي خپله وينا واروله ، هغه وويل : که څوک په اعتبار ديو مفسدي طريقي داطاعت څخه ووځي نو دغه سړي ته به الله جل جلاله دجهنم سزا ورکړي نو تاسي دخپلو امرينو اطاعت وکړئ. ځکه دامیر اطاعت په شرعي امورو او مباحاتو کې واجب دی. او کوم مسؤليت چي وچاته سپارل شوی دی دامقام نه بلکي يو امانت دی چي په صحي طريقه بايد اداسي.
له دې نه وروسته شيخ الحديث والتفسير مولانا مير اغا صاحب وغونډي ته دروموضوعاتو په اړه وینا وکړه.
اول د مجاهدینو ښه سلوک د ولس سره ،دوهم دامیر اطاعت.اودرېم ښه اخلاق او نبوي سېرت . هغه وويل چي دنبي علیه السلام سيرت او اخلاق قران کريم وو. نو موږ بايد په ځان کي دنبي علیه السلام اخلاق او سيرت راولو. هغه زياته کړه چي ډېر خلګ وجنت ته په اخلاقو داخليږي نو موږ بايد خپل سېرت او اخلاق سم کړو صفونه برابر کړو او د ولس خدمت په مېړانه وکړو. دا ولس وو چي ښه په ميړانه يې قرباني ورکړه. دا ولس وو چي مجاهدين يې و روزل.
نو بايد د ولس سره فاصله پيدا نه سي چي دا ولس پر مجاهدينو او مجاهدين پر ولس حق لري.
دغونډي په پاي کي محترم والي صاحب دغونډي ګډونوالو ته يو تعداد سپارښتني وکړې. چي مجاهدين بايد په اوطاقو کي لمونځ په جماعت سره اداکړي.
په ټولو ادارو کي بايد دجماعت لمانځه لپاره امامان مقر شي.
او هر مسؤل بايد خپله ورسپارل شوې دنده په صداقت سره مخته يو سي.
په اخیره کې غونډه داختتاميه دوعا په ويلو سره پاي ته ورسيده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.