دهلمند ولايت دصفونو دتصفيې کمېسيون ګډ پلاوي سنګین ولسوالۍ ته سفر وکړ

  دجمعې ورځ دهلمند ولايت دصفونو دتصفيې کمېسيون غړي محترم محسن حاجي مولوي صاحب .اود ۲۱۵. عزم قول أوردو دأمر بالمعروف مسؤل محترم حسين حاجي مولوي صاحب دسنګين ولسوالۍ ته سفر وکړ. نوموړو علمائو په دې سفر کي دسنګين ولسوالۍ دکنډک دمجاهدينو سره تر غرمې مخکې په داسي حال کې غونډه وکړه چي دکنډک مسؤل […]

 

دجمعې ورځ دهلمند ولايت دصفونو دتصفيې کمېسيون غړي محترم محسن حاجي مولوي صاحب .اود ۲۱۵. عزم قول أوردو دأمر بالمعروف مسؤل محترم حسين حاجي مولوي صاحب دسنګين ولسوالۍ ته سفر وکړ. نوموړو علمائو په دې سفر کي دسنګين ولسوالۍ دکنډک دمجاهدينو سره تر غرمې مخکې په داسي حال کې غونډه وکړه چي دکنډک مسؤل محترم نصر الله مو لوي صاحب او نور علماء اومشران مجاهدين هم حاضر وه .اوهمدا راز دغه علمائو ترغرمي وروسته دسنګين دوراهي کنډک ته هم سفر وکړ. چې دواړي غونډي لمړی دکلام الله په تلاوت سره پيل سوې .

ورپسي دعزم قول أوردو لپاره دامر بالمعروف اونهي عن المنکر ټاکل سوي مسؤل محترم حسين حاجي مولوي صاحب مجاهدينو ته . دتقوی .إطاعت . دبيت المال دحفاظت.اودلمانځه دجماعت. اونظافت په اړه اغېزمنه وينا وکړه. اودپورته اعمالو ترسره کول يې داسلامي نظام بُنياد وباله .

ورپسې دصفوفو دتصفيې کمېسيون کې دعزم قول أوردو نماينده محترم محسن حاجي مولوي صاحب دصفوفو دتصفيې دکمېسيون په اهميت اوګټو مجاهدينوته پوره معلومات ورکړه.

اوزياته يې کړه چې دا کمېسيون ټول هغه ناوړه سټي دسپيڅلي صف څخه باسي چې دستړو مجاهدينو او زوریدلي وُلس دزړونو دأزار لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې اوسنی نظام دشهيدانو دسپیڅلو وينو اوبې دریغه قربانيو سره سره دالله ج په بي ساري نصرت لاس ته راغلی.نو هرمجاهد بايد دنظام ساتلو لپاره تېر حالت دپامه ونه باسي  .

نوموړي وويل چې موږ دالله ج په نصرت ديو امتحان څخه په کاميابۍ راوتلي يو ليکن اوس په يوه لويه ازموينه کې واقع يو بايد ټول مجاهدين دتېر وخت په پرتله زيات زيار وباسي ترڅو په دنيا او آخرت کې مسؤل نشو .

ورپسې يې دصفوفو دتصفيې دمرکزي. کمېسيون لخوا ترتيب سوي مادې په تفصيل سره بيان اوکاپیاني يې مجاهدینو ته توزیع کړې . او يو نفر دسابقه غلا او دوه کسان په دې وجه چې کشران وه دصف څخه وايستل .

او مجلس په اختتامیه دوعا سره پای ته ورسېد