دهلمند والي د خپل سفرونو د پیل سوي لړۍ په پای کې  ګرمسېر ولسوالۍ ته سفر وکړ

نن له غرمې مخکي هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد (طالب) صاحب او ورسره پلاوي جنوبي ولسوالۍ ګرمسېر ته سفر وکړ او هلته یې د لکړۍ سیمي په ماموریت کې د دیني عالمانو، مجاهدینو، متنفذینو، قومي مشرانو او عامو مسلمانانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ. غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د […]

نن له غرمې مخکي هلمند والي محترم مولوي عبدالاحد (طالب) صاحب او ورسره پلاوي جنوبي ولسوالۍ ګرمسېر ته سفر وکړ او هلته یې د لکړۍ سیمي په ماموریت کې د دیني عالمانو، مجاهدینو، متنفذینو، قومي مشرانو او عامو مسلمانانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د سیمي یو تن جید عالم شیخ مولوي شمس الله صاحب د غونډي برخوالو ته په خطاب کې وویل چې موږ او تاسو باید د خپل دې سپېڅلي نظام بشپړ حمایت وکړو. او د خپل نظام تر شا ودرېږو.

نوموړي وویل چې موږ ته لوی خدای داسي نظام راکړی دی چې مسئولین یې دهمدې ولس خلګ دي،او د همدې ولس په همکارۍ راپورته سوي دي، او د همدې ولس په قربانیو د بریا تر پولو ورسېدل نو اوس په کار ده چې د نظام په بقاء او جوړښت کې هم خپل همکاري ونه درېغوو.

هغه مجاهدین هم د ولس سره رحم شفقت او ښه چلند ته راوبلل.

 

ور پسې د هلمند د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالحي عمري صاحب

دګرمسېر مجاهد ولس ته د ورستیو فتوحاتو تر مبارکۍ ویلو وروسته د هغوی هڅي او قربانۍ وستایلې او د تېر شل کلن جهاد په بهیر کې یې د هغوی دبنسټیز رول او اغېز یادونه وکړه.

نوموړي وویل چې دیني عالمان دي د خلګو د اسلامي تربیې د پیاوړي کولو او د عقیدوي اصلاح په برخه کې بشپړه مبارزه وکړي. هغه دیني عالمان وخپل مسئولیتونو ته متوجه کړل . او  په ځانګړي ډول یې د فقهي مجالسو د فعال ساتلو په برخه کې ارزښتاناکه خبري او  سپارښتنې وکړې.

 

وروسته د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب خپل ارزښتناکه وینا د ګرمسېر مجاهد او جهادپال ولس ته واوروله.

 

ښاغلي والي د وروستیو فتوحاتو تر مبارکۍ ویلو وروسته وویل.

چې هېواد وال دي د پخوا په څېر د اسلامي امارت سره خپل ملاتړ جاري وساتي او مجاهدین دي یوازي نه پرېږدي.

نوموړي د ولس ملاتړ ډېر اړین وګڼی او زیاته یې کړه چې په دې شل کلن تاریخي جهاد کې د دې قهرمان ولس بنسټیزه برخه درلودل د هېرېدو خبره نه ده.

دهمدې ولس مېړانه او غیرت وو چې و موږ ته یې د جهاد انرژي را وبخښله. نوموړي په تاکید سره وویل چې مجاهدین ولس او ولس مجاهد دی. زموږ ترمنځ د تفرقو خبري د دښمن دسیسې دي چې هیڅکله به بریالۍ نسي.

 

والي صاحب د دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د امارت د نائبانو په صفت خپل بشپړ کردار ادا کړي ، او د افغان نوي نسل د ذهني تربیې د پیاوړي کولو لپاره تر وسه وسه کار وکړي.

هغه د مسلمانانو عقیدوي او روحاني تربیه د علماءکرامو دنده وبلل او په دې اړه یې مفصل بحث وکړ.

 

نوموړي د مجاهدینو ومسئولینو ته هم سپارښتنه وکړه چې د خپل ولس سره د ښه چلند او ترحم تر څنګ د دښمن و دسیسو او شریرو فعالیتونو ته هم متوجه وي او هیڅکله دي غفلت نکوي.

والي صاحب د صفوفو د تصفیې په اړه هم ارزښتناکه خبري وکړې.

 

د غونډي په اخیر کې د دې ولسوالۍ ولسوال محترم ملاعبدالحکیم نصیر صاحب د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه. او د ولس همکارۍ او قربانۍ یې وستایلې او په راتلونکي کې یې هم د دوی څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او له خپل لوري یې هم د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

او په همدې سره د ښاغلي والي صاحب دولسوالیو د سفرونو پیل سوی بهیر هم پای ته ورسېدی.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۶ هـ ق