دهلمند والي دېشو ولسوالۍ ته سفر وکړ :

  د هلمند ولایت والي محترم مولوي عبدالاحد صاحب د جنوبي ولسوالیو د نظارت په پیل سوي بهیر کې پرون د دېشو ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني عالمانو، مجاهدینو، مخورو او متنفذینو سره په یوه جوړه سوې غونډه کې ګډون وکړ.   غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د […]

 

د هلمند ولایت والي محترم مولوي عبدالاحد صاحب د جنوبي ولسوالیو د نظارت په پیل سوي بهیر کې پرون د دېشو ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني عالمانو، مجاهدینو، مخورو او متنفذینو سره په یوه جوړه سوې غونډه کې ګډون وکړ.

 

غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د غونډي برخوالو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو جهاد، قربانۍ او خدمتونه د هېرېدلو نه دي، موږ به تل ستاسو منندوی او شکر ګذاره یو، تاسو په ډېرو سختو حالاتو کې زموږ سره همکاري کړې ده. او موږ مو یوازي نه یو پرې ایښي. نوموړي د خپل خوا هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه د دیني عالمانو څخه وغوښتل چې په خپل سیمه کې معارف ته وده ورکړي، ښوونځۍ او مدارس فعال کړي او هم یې فعال وساتي. دخلګو د اصلاح او عقیدوي جوړښت لپاره بشپړه مبارزه وکړي. ښاغلي والي صاحب د دېشو د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او تر ډېره حده یې د خلګو ومشکلاتو ته رسیدګي وکړه.

هغه د یو شمېر اړمنو او مستحقو خلګو سره نقدي مرسته هم ترسره کړه.

 

غونډه د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېده