نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ له غرمې مخکي د هلمند والي مولوي عبدالاحد (طالب)صاحب د جنوبي ولسوالیو د څار او نظارت په پیل سوي بهیر کې د یو پلاوي په مشرۍ د خانشین ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د ولسوالۍ په مقر کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د ښاغلي والي صاحب او ورسره پلاوي […]
تېره ورځ له غرمې مخکي د هلمند والي مولوي عبدالاحد (طالب)صاحب د جنوبي ولسوالیو د څار او نظارت په پیل سوي بهیر کې د یو پلاوي په مشرۍ د خانشین ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د ولسوالۍ په مقر کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د ښاغلي والي صاحب او ورسره پلاوي د راتلو په مناسبت جوړه سوې وه.
یاده غونډه چې د ورغلي پلاوي ترڅنګ ګڼ شمېر دیني عالمانو، مجاهدینو، مسئولینو، قومي مشرانو او عامو مسلمانانو پکې ګډون کړی وو د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
ورپسې د خانشین ولسوالۍ قاضي محترم مولوي حمیدالله صاحب و پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د غونډي برخوالو ته په خطاب کې وویل چې اسلامي نظام زموږ او ستاسو د کلونو ارمان وو چې لله الحمد دغه ارمان مو د لوی خدای په فضل او نصرت سره پوره سو.
اوس موږ ته په کار ده چې د خپل دې سپېڅلي نظام د بقاء لپاره کار وکړو او د دې نظام تر شا ودرېږو او هر اړخیز ملاتړ یې وکړو.
هغه د مسئولینو څخه هم وغوښتل چې د خپل ولس و غوښتونو ته درناوی وکړي او د هغوی حقه حقوق پر وخت ورته ورسوي، د امنیت، اقتصاد، زراعت، معارف، او اړوند ضرورتونو په اړه کار وکړي.
او په دې اړه یې ارزښتناکه شخبري وکړې.
ور پسې د هلمند د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالحي عمري صاحب د وروستیو فتوحاتو تر مبارکۍ ویلو وروسته خلګ د نظام په اړه و ملاتړ ته راوبلل.
نوموړي وویل چې دا نظام ستاسو نظام دی او ستاسو په هڅو او قربانیو رامنځ ته سوی دی.
نو اوس دا زموږ د ټولو مسئولیت جوړېږي چې د دې نظام د استحکام او جوړښت لپاره قربانۍ ته تیار او اماده واوسېږو.
ښاغلي عمري خلګو او په ځانګړي ډول دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل چې د ټولني د اصلاح لپاره کار کول زموږ او ستاسو ګډ مسئولیت دی او باید ورته متوجه سو.
د نوي نسل پر عقیدو، افکارو او اعمالو غور وکړو او د اصلاح په اړه یې خپل بشپړه مبارزه جاري وساتو.
وروسته د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب خپل ارزښتناکه او مهمه وینا د غونډي برخوالو ته واوروله.
نوموړي وویل چې دا مجاهد ولس پر موږ باندي ډېر زیات حقوق لري،چې موږ د خپل مسئولیت د مصروفیتونو په خاطر لکه څنګه چې حق دی په هغه شان مو ادا کړي نه دي ، نوموړي په دې اړه د معذرت غوښتلو تر څنګ زیاته کړه چې موږ به خپل په ټول توان سره هڅه کوو چې د خپل ولس هر اړخیز خدمت وکړو. هغه خلګو ته د خپل لوري د پوره همکارۍ د ډاډ ورکولو وروسته د خلګو څخه هم وغوښتل چې موږ یوازي مه پرېږدئ، زموږ سره خپل همکاري د پخوا په شان جاري وساتئ. والي صاحب وویل چې دا نظام ستاسو نظام دی او ستاسو همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي والي صاحب دیني عالمانو ته په خطاب کې هغه خپل نائبان وبلل او زیاته یې کړه چې د دیني عالمانو هره خبره د شریعت د اصولو مطابق موږ ته د امر حیثیت لري او موږ به یې د اجراء په اړه کار کوو.
د دیني عالمانو څخه یې د فقهي مجالسو دفعال ساتلو، دخلګو د عقیدوي او عملي اصلاح، د معارف په برخه کې د خدمت او نورو اړوند مسئولیتونو په باره کې د خدمت کولو غوښتنه وکړه. د مجاهدینو مسئولینو ته یې د صفوفو د اصلاح او تصفیې، د ولس سره دښه چلند، رحم او شفقت او نورو اړینو موضوعاتو په اړه لازمي لارښووني او جدي سپارښتني وکړې.
په اخیر کي غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.
نېټه:/۱۴۴۳/۴/۲۵/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.