دهلمند مستوفیت کې د مالیاتي اونۍ د لمانځلو په مناسبت غونډه وسوه:

  نن له غرمې مخکي دهلمند ولایت د مستوفیت ودانۍ د غونډو په تالار کې د. مالیه د ملي اقتصاد د ملاتير بلل کېږي.تر عنوان لاندي دعامه پوهاوي غونډه جوړه سوه. غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه. وروسته د هلمند مستوفیت یو تن […]

 

نن له غرمې مخکي دهلمند ولایت د مستوفیت ودانۍ د غونډو په تالار کې د. مالیه د ملي اقتصاد د ملاتير بلل کېږي.تر عنوان لاندي دعامه پوهاوي غونډه جوړه سوه.
غونډه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د هلمند مستوفیت یو تن مسئول د غونډي د محتوی په اړه برخوالو ته معلومات ورکړه او په دې اړه یې مقدماتي خبري وکړې.
ورپسې د صنفي وکیلانو،خصوصي شرکتونو، زرګرانو اتحادیې او یوشمېر امارتي ادارو مسئولینو د خپلو مالیاتي سوتونزو او وړاندیزونو په اړه خبري وکړې.نوموړو د مستوفیت ادارې سره د مالیې د ورکړي په اړه د خپل پوره همکارۍ د ژمني ترڅنګ د مالیاتو د ورکړي په وخت کې د سهولت کولو او په قسط وار شکل ورکولو وړاندیزونه هم مطرح کړه.چې د مستوفیت ادارې دخوا د غور کولو ډاډ ورکول سو.په ځانګړي ډول د اطلاعاتو فرهنګ ریاست استازي د غونډي د برخوالو او نورو ادارو د مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل ادارو او بنسټونو اعلانات د هلمند جریدې له لاري نشر کړي او خپل محفلونه او پرګرامونه د فرهنګي مرکز په تالار کې اجراء کړي.چې په دې سره به هم د ادارو ترمنځ همږغي رامنځ ته سي او هم به یې عواید د امارت خزانې ته لاره ومومي.
د غونډي په وروستیو شېبو کې هلمند مستوفي محترم مولوي عبدالرب صاحب د غونډي برخوال اخلاص،صداقت او تقوا ته راوبلل او د مالیاتي او نورو اداري کارونو په اړه یې د پوره امانت دارۍ او صمیمیت تلقین ورکړ.
هغه د بشارت په انداز کې وویل چې د مالیې وزارت له خوا پر یوه پلان کارروان دی چې د مالیې فېصدي به د یونیم څخه ونیم فېصد ته راکښته سي.چې دا زموږ د مشرانو دپوره ترحم او شفقت څرګنده بېلګه ده.
غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:/۱۴۴۳/۶/۱۴/ هــ. ق