دهلمند مستوفیت د خپل یوې کاري اونۍ راپور نشر کړ

  دهلمند ولایت مستوفیت ادارې د لښکرګاه ښار د یو شمېر دولتي ادارو دوکانو او نورو اړوند مراکزو څخه د یوې اونۍ د عوایدو د راټولولو په اړه دخپل فعالیت راپور نشر کړ. د یادي ادارې د مسئولینو په وینا چې د روان کال د عقرب دمیاشتې د ۲۸ تاریخ څخه بیا د روان کال […]

 

دهلمند ولایت مستوفیت ادارې د لښکرګاه ښار د یو شمېر دولتي ادارو دوکانو او نورو اړوند مراکزو څخه د یوې اونۍ د عوایدو د راټولولو په اړه دخپل فعالیت راپور نشر کړ.

د یادي ادارې د مسئولینو په وینا چې د روان کال د عقرب دمیاشتې د ۲۸ تاریخ څخه بیا د روان کال د قوس میاشتې تر ۳ نېټې پوري یې پنځه سوه پنځه څلوېښت لکه  یو پنځوس زره اوه سوه نوي افغانۍ عواید لاس ته راوړي او د امارت وخزانې ته یې انتقال کړي دي.

مسئولینو د خلګو څخه وغوښتل چې خپل مالیاتي حسابونه پروخت تحویل او مستوفیت ادارې ته وسپاري.

نېټه:۱۴۴۳/۴/۲۲/ هـ ق