دهلمند مرکزي زندان څخه ۵۵ تنه بندیان خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شول

نن د هلمند مرکزي محبس څخه ۵۵ تنه بندیان ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول دغه زندانیان دنشه یي  توکو د استعمال په تور نیول سوي وه چي تر پنځه میاشتو بند تېرولو او بشپړي روغتیا وروسته د اسلامي امارت لخوا په ضمانت خوشي سول. دغه خوشي سویو زندانیانو د اسلامي امارت دمسئولینو څخه […]

نن د هلمند مرکزي محبس څخه ۵۵ تنه بندیان ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول

دغه زندانیان دنشه یي  توکو د استعمال په تور نیول سوي وه چي تر پنځه میاشتو بند تېرولو او بشپړي روغتیا وروسته د اسلامي امارت لخوا په ضمانت خوشي سول.

دغه خوشي سویو زندانیانو د اسلامي امارت دمسئولینو څخه غوښتنه وکړل چي په ښار کي د ساقي خانو د مخنیوي او د نشه یي توکو پلورونکو دنیولو په موخه خپلي هڅي نورې هم ګړندۍ کړي.

 

دهلمند مرکزي محبس امنیتي مرستیال عبدالستار رحماني باختر خبري اژانس ته وویل چې دغه ۵۵ تنه بندیان یې دهغوی د دوستانو اوکورنیو دغړو د ضمانت په اساس خوشي کړل.

دنوموړي په خبره خوشي سوي بندیان به د اسلامي امارت  لخوا څارل کېږي او ترڅنګ به یې هره اونۍ همدا خوشي سوي زندانیان محبس ته حاضرېږي او د روغتیایي وضعیت په اړه به له هغوی څخه پوښتنه کېږي.

دهغه په وینا که دوی ته دا جوته سي ،چي دغه زندانیانو بیا نشې ته مخه کړې ده، نو د مسئولینو لخوا به دا ځل بیا هغوی ونیول سي او د یو کال بند په سزا  به محکوم سي.

 

بل خوا یاد زندانیان چي له هرډول نشې څخه خلاص سوي او دا مهال دبشپړي روغتیا څخه برخمن دي وایي: ژمنه کوي چي له دې  وروسته به هیڅ  ډول نشه و نه کړي، خو د اسلامي امارت دمسئولینو  غواړي چي په ښار او لېري پرتو سیمو کي دي  نورهم د ساقي خانو اونشه یي توکو د پلورونکو د مخنیوي لپاره خپل اقدامات چټک کړي، اودغه راز دي د دوی لپاره دکاري فرصتونو لپاره زمینه هم برابره کړي.

 

دیادوني وړده چي داسلامي امارت له راتګ سره مجاهدینو هلمند کي دغلا، جنایي پیښو، غصب، کورني تاوتریخوالي، قتل اونورو جرمونو په تور ګڼ شمېرکسان نیولي،چي ډېری یې دنشه یي توکو داستعمال په تړاو دامهال زندان کي شپې او ورځي تېروي.

په نشه د روږدي بندیانو د روغتیا او درملني لپاره دننه محبس کي دمجربو صحي کارکوونکو او ډاکترانو له خوا دهغوی څارنه، مراقبت او پالنه کېږي.

 

نېټه:/۱۴۴۳/۶/۲۹/ هــ ق