نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د قوماندانۍ کنډک حمایوي ۵۰۵ بست زون د نظامي موټرو د جوړېدو په ورکشاپ کي په تېرو درېیو میاشتو کي د څه باندي ۳۵۰ نظامي رینجر موټرانو او ۲۶ هاموي ټانګونو ماشینونه جوړسوي ،چي د ټکرونو او نورو ترافیکي پېښو له امله او دغه راز د تېرو […]
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د قوماندانۍ کنډک حمایوي ۵۰۵ بست زون د نظامي موټرو د جوړېدو په ورکشاپ کي په تېرو درېیو میاشتو کي د څه باندي ۳۵۰ نظامي رینجر موټرانو او ۲۶ هاموي ټانګونو ماشینونه جوړسوي ،چي د ټکرونو او نورو ترافیکي پېښو له امله او دغه راز د تېرو جګړو پر مهال تخریب سوي وه ترمیم کړي او د ۹۱ رینجر او حمایوي ټانګونو رنګمالي او کوپیکشي سوي. د دغه حمایوي کنډک د ورکشاپ مسؤل ملا شېر محمد (حجازي) وایي چې د نظامي موټرو په دې ورکشاپ کي هره ورځ د ۳۸ مسلکي مستریانو لخوا کارونه په ښه توګه مخته روان دي ،چي په وینا یې یادو مستریانو د تېر حکومت په وخت کي هم دلته دنده مخته وړل خو؛ اوس چي اسلامي امارت واکمن سوی دوی بیا خپلو دندو او کارونو ته راغوښتل سوي او دلته خپل دندي مخته وړي . ښاغلي حجازي زیاته کړه ، چي په تېره یوه اونۍ کي د ۴۷ موټرنو ماشینونه جوړ رنګمالي او کوپیکشي سوي او دا مهال ۴۰ نور موټر ترکار لاندي دي. نوموړي دغه راز وویل؛ دغه ورکشاپ ته د هلمند ولایت دټولو ولسوالیو تر څنګ د کابل ،هرات ،نیمروز او کندهار ولایتونو څخه هم نظامي موټرونه د بیا جوړېدو لپاره راویستل کېږي او دلته یې په ښه توګه ماشینونه د ترمیم تر څنګ کوپیکشي او رنګمالي کېږي. هغه د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو غوښتنه وکړه ،یاد ورکشاپ ته چي کله تخریب سوي موټرونه د جوړېدو په موخه راولي باید د قوماندانۍ او ولایت مقام څخه د اجازې اصولي پاڼه له ځان سره ولري ،چي په وینا یې د اجازې پرته به دلته هیڅ نظامي موټر ترمیم نه کړي. په دغه ورکشاپ کي د مستریانو مشر مستري محمد اصف (هلمندي) وویل؛ دلته د هلمند تر څنګ چي د کومو نورو ولایتونو څخه موټر د ترمیم په موخه راویستل کېږي د دوی لخوا یې په ښه کیفیت ترمیم ،رنګمالي او کوپیکشي کېږي .
نېټه:۱۴۴۳/۵/۸/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.