نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د هلمند د پوهني ریاست د مسئولینو یو ګډ پلاوي مارجې ولسوالۍ کې د یوه باب دارالایتام څخه لیدنه وکړه. دیاد ریاست مرستیال حافظ حکیمي صاحب په داسي حال کې چې انصاري مولوي صاحب هم ورسره وو باختر اطلاعاتي اژانس ته د خبرو پر مهال وویل چې د یاد دارالایتام […]
نن له غرمې مخکي د هلمند د پوهني ریاست د مسئولینو یو ګډ پلاوي مارجې ولسوالۍ کې د یوه باب دارالایتام څخه لیدنه وکړه. دیاد ریاست مرستیال حافظ حکیمي صاحب په داسي حال کې چې انصاري مولوي صاحب هم ورسره وو باختر اطلاعاتي اژانس ته د خبرو پر مهال وویل چې د یاد دارالایتام ورزنۍ او درسي چاري یې د نږدې ولیدلې او استادانو او شاګردانو سره یې پر اړینو موضوعاتو ګټوري خبري وکړې او د شاګردانو د درسونو ارزیابي یې ترسره کړه. هغه د یاد دارالایتام د زده کړو او نورو چارو د بهیر څخه خوښي وښوول او د خپل لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دیادولو ده چې دغه دالایتام د مارجې ولسوالۍ د کېمپ په سیمه کې موقعیت لري چې شاوخوا ۶۰ تنه شاګردان پکې روزل کېږي او اعاشه او اباته یې د پوهني ریاست له خوا اجراء کېږي.
همدارنګه په یو جلا لیدنه کې یاد ګډ هیئت د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي په سیمه کې د منظمي نهاریه مدرسې څخه کتنه وکړه او د مدرسې د استادانو، مسئولینو او شاګردانو سره یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبري وکړې.
یادو مسئولینو باختر خبري اژانس سره په خبرو کي د یادي مدرسې د درسونو او نورو چارو د روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د شاګردانو له پاره ګټور یاد کړ.
نېټه: ۱۴۴۳/۶/۲۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.