دهلمند د عامي روغتیا ریاست کې د همږغۍ غونډه جوړه سوه :

  نن له غرمې مخکي د هلمند د عامي روغتیا په ریاست کې د یونېسیف د نړیوال سازمان د پولیو پرضد دمبارزې د مسئولینو او د ګڼ شمېر نورو ریاستونو د استازو ترمنځ د پولیو واکسین د کمپاین په اړه د همږغۍ غونډه ترسره سوه. غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند د عامي روغتیا په ریاست کې د یونېسیف د نړیوال سازمان د پولیو پرضد دمبارزې د مسئولینو او د ګڼ شمېر نورو ریاستونو د استازو ترمنځ د پولیو واکسین د کمپاین په اړه د همږغۍ غونډه ترسره سوه.
غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د هلمند د عامي روغتیا ریاست رئیس محترم الغازي مولوي صاحب مقدماتي خبري وکړې او د پولیو واکسین دنوي بهبر دپیل په اړه یې د معلوماتو دورکولو ترڅنګ دیاد کمپاین په اړه د ګډونوالو څخه د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته ښاغلي ډاکترصاحب عنایت الله غفاري او د یونېسیف ادارې مسئولینو په خپل وارسره د موضوع داهمیت په اړه ارزښتناکه خبري وکړې او د ټولو ریاستونو د استازو څخه یې د عامه پوهاوي په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړو د پولیو مخنیوی د ټولو مشترک مسئولیت یاد کړ او په ځانګړي ډول یې د اطلاعاتوفرهنګ،حج او اوقاف او معارف ریاستونو ونډه ارزښتناکه وبلل.او همدارنګه یې د مساجدو د امامانو او علماء کرامو څخه د یاد کمپاین په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړو د پولیو دخطرناک وېروس مخنیوی او په وړاندي یې جدي مبارزه د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د مسئولینو مهمه دنده وبلل او د هغوی څخه یې په خورا جدیت سره وغوښتل چې په دې اړه خپل حیاتي رول ولوبوي.
د غونډي د ټولو برخوالو له خوا د پوره همکارۍ او ژمنتیا ډاډ ورکول سو.
دیادولو وړ ده چې دپولیو په ضد د واکسین کمپاین سر دسبا دوشنبې څخه په ټول هلمند کې پیلېږي.چې د لښکرګاه او شاوخوا نږدې سیمو کې به دا بهیر کور په کور او په نورو سیمو کې به مسجد په مسجد ترسره سي.
غونډه د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:۱۴۴۳/۶/۱۳/ هــ ق