نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت دامنیه قومندانۍ دخاص قطعې څخه ۵۰ تنه ځانګړي مجاهدین فارغ سول فارغ سويو مجاهدینو ته د یوې میاشتي په اوږدو کې بيلابېلي پوځي تاکتيکونه، بدني ، عقیدوي او فکري روزنه د تجربه لرونکو استادانو لخوا ورکول سوې ده چې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې […]
نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت دامنیه قومندانۍ دخاص قطعې څخه ۵۰ تنه ځانګړي مجاهدین فارغ سول فارغ سويو مجاهدینو ته د یوې میاشتي په اوږدو کې بيلابېلي پوځي تاکتيکونه، بدني ، عقیدوي او فکري روزنه د تجربه لرونکو استادانو لخوا ورکول سوې ده چې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ټولني ته د خدمت کولو په موخه وړاندي سول او اوس به خپلو دندو ته واستول سي.
فارغ سوي مجاهدین وايي غواړي د خپل هيواد او خلکو د امنيت لپاره د هيواد په هره برخه کې دنده ترسره کړي.
د ځانګړو ځواکونو فارغ سوي مجاهدینو د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه د ځواکونو ليکو ته د دې لپاره راغلي یو چې له دې لاري خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.
د دوي په خبره کلونه یې د اشغالګرو پر وړاندي د خپل سر په بیه مبارزه وکړه او هغوي ته یي شرموونکی ماته ورکړل او خاوري پریښودو ته یې اړ ایستل د دوی په وینا چې د هیواد ،اسلام او خاوري څخه به تل ساتنه کوي او د هر ډول اشغال په مقابل کې به دریږي او د خپل هیواد دفاع به کوي .
د دې قطعې قوماندان حاجي وکیل صاحب چي دغو ځواکونو ته يي د بري ليکونو د ويش په مناسبت په جوړه سوي غونډه کې خبري کولې وويل پلان يې دادی چې د خپلو ځواکونو کميت او کيفيت تر بل هر وخت زيات لوړ کړي تر څو د ملک امنيتي ننګونو او خنډونو ته اوږه ورکړای سي او د خپلي خاوري دفاع وکړي.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۶ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.