دهلمند برېښنا ریاست لښکرګاه ښار کي د جګړو له امله ۸۰ تخریب سوي ترانسپرمرونه ترمیم او نصب کړل

  څه باندي څلور میاشتي وړاندي د تېرو سختو جګړو له امله چي لښکرګاه ښار ترسختي محاصرې لاندي ؤ ، پر مهال یې د نورو زیانو تر څنګ د برېښنا برخي ته هم زیات زیانونه واوښتل.   د هلمند ولایت د برېښنا رئیس مولوي عبدالاحد ایوب صاحب د تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو راپور د […]

 

څه باندي څلور میاشتي وړاندي د تېرو سختو جګړو له امله چي لښکرګاه ښار ترسختي محاصرې لاندي ؤ ، پر مهال یې د نورو زیانو تر څنګ د برېښنا برخي ته هم زیات زیانونه واوښتل.

 

د هلمند ولایت د برېښنا رئیس مولوي عبدالاحد ایوب صاحب د تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو راپور د باختر آژانس د خبریال سره شریک کړ.

 

نوموړي وویل ؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په تېرو درېیو میاشتو کي د هلمند ولایت د برېښنا ریاست لخوا ۸۰ هغه مختلف الظرفیته ترانسپرمران چي د تېرو جګړو پرمهال زیانمن سوي وه ترمیم کړي او خپلو اړوند سیمو ته یې تر انتقال ورسته بیا فعاله کړي.

هغه همداراز زیاته کړه، چي د لښکرګاه ښار په مختلفو سیمو کي ۲۴۵ پایې او د مېټرانو صندقونه چي د جګړو پر مهال تخریب سوي وه دوباره ترمیم او نصب کړي چي په وینا یې د لښکرګاه ښار او دوراهي پوري  ۴۴ کیلومتره او له دوراهي تر سنګین والسوالۍ پوري ۱۱۰ کیلومتره لین د ۲۰ ورځو په موده کي ترمیم او تمدید سوی دی.

 

نوموړی وایي ، د مرکز او ولسوالیو دبرېښنا د ټولو مشتریانو ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کړي او تر څنګ یې د هغه کسانو مخه هم نیولې ده ، چي په غیري قانوني توګه یې برېښنا استعمالول.

 

پر ورته وخت د هلمند ولایت د برېښنا ریاست د تفتیش مدیر حاجي شیراغا معروفي صاحب باختر آژانس خبریال ګل محمد غورځنګ ته وویل؛ د ښار په ټولو سیمو کي د یاد مدیریت لخوا د تفتیش چاري په چټکۍ سره رواني دي او ټول هغه ترانسپرمرونه او میټرونه چي د تېرو جګړو له امله تخریب سوي وه د ترمیم چاري یې پر مخ رواني دي.

نوموړي د مشتریانو څخه غوښتنه وکړه، چي د برېښنا له بې ځایه مصرف څخه ډډه وکړي او د دې ترڅنګ خپل بیلونه پر وخت تحویل کړي.

 

د ده په خبره چي د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا بند ۲۲ میګاواټه برېښنا تولیده وي او د توزیع په برخه کي یې په منظمه توګه دیادي ولسوالۍ اوسېدنکو ته برېښنا ورکوي.

 

د یادوني وړه ده ،چي هلمند ولایت څه باندي ۲۵۰۰۰ د برېښنا کارونکي لري ، خو زیات وخت د برېښنا ریاست مسؤلین شکایت کوي چي مشتریان غیري قانوني برېښنا کاروي او خپل بیلونه پر وخت نه تحویلوي.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۴/ هـ ق