نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
څو ورځي مخکي دهلمند اکاډمۍ (U۱۹) او کندهار اکاډمۍ (U۱۹) لوبډلو تر منځ د دریو لوبو سيريز پیل کړی وو . د سيريز په دريمه لوبه کښي کندهار (U۱۹) لوبډله د هلمند (U۱۹) لوبډلي پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شوه، چي دکندهار (U۱۹) لوبډله په کې بریا ته […]
څو ورځي مخکي دهلمند اکاډمۍ (U۱۹) او کندهار اکاډمۍ (U۱۹) لوبډلو تر منځ د دریو لوبو سيريز پیل کړی وو .
د سيريز په دريمه لوبه کښي کندهار (U۱۹) لوبډله د هلمند (U۱۹) لوبډلي پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شوه،
چي دکندهار (U۱۹) لوبډله په کې بریا ته ورسېده.
او د دي سریز دوې لوبي دکندهار (۱۹ U) لوبډلي او یوه لوبه دهلمند(U۱۹) وګټل.
د دغې لوبې پچه د هلمند (U۱۹ ) لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
دوی په ۳۹.۳ اورونو کې د لس ویکټو په سوځیدو سره (۱۵۴) منډپ ترسره کړي. چي
عبدالنافع ۵۲، او افضل ۳۶ زیاتي منډي د یادولو وړ دي.
د هلمند (U۱۹) لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې کامل پنځه، عصمت، او اغاشاه دوې ویکټې ترلاسه کړي.
د لوبې په دویمه نیمایي کې د کندهار (U۱۹) لوبډله و توانېده چې ټاکلی هدف بشپړ او بریا خپله کړي.
دوی په (۴۴.۳) اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ( ۱۵۵) منډې جوړي کړي او لوبه یې د ۱ ویکټې په توپیر سره له هلمند اکاډمي لوبډلې څخه وګټل.
د کندهار اکاډمۍ لوبډلي لپاره خالد ۵۳، عالي احمد ۱۹ منډې ترسره کړې.
د هلمند اکاډمۍ لوبډلي ته بیا په توپ اچونه کي نظیرهیواد، او محیب دوه، او احمد ولي، او مصطفی یوه یوه ویکیټه ترلاسه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د کندهار اکاډمۍ لوبډلې څخه (کامل) وټاکل سو.
د دغه سیالیو غوره توپ وهونکی دهلمند لوبډلي لوبغاړی (عبدالنافع ) ونومول شول او د سیالیو غوره توپ اچونکی له کندهار اکاډمۍ لوبډلي څخه د ۱۱ ویکټو په اخیستو سره (کامل) و ټاکل سو.
دهلمند دکرکيټ مسولین وایي دا رنګه سیالۍ به دمختلفو ټیمونو ترمنځ په اینده کې هم په لاره اچول کیږي.
اود دي سیالیو غوره لوبغاړي به دهیواد ملي لوبډلي ته لاره پیداکړي.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.