دنیمروز ولایت، د عامې روغتیا ریاست کې د پولیو واکسین د کمپاین په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

زرنج ـ د رجب ۱۴مه/د سلواغې ۲۷مه   د باختر خبري آژانس د خبر پر بنسټ، نن ورځ د نیمروز ولایت د عامي روغتیا د رئیس، مولوی عبدالرحمن “عبدالله” او مرستیال  حافظ مطیع الله “منیب” او  مولوی فضل الرحمن «مستغفر» د ارشاد حج اوقاف د رئیس په شتون که د زرنج ښار له  علمای کرام […]

زرنج ـ د رجب ۱۴مه/د سلواغې ۲۷مه

 

د باختر خبري آژانس د خبر پر بنسټ، نن ورځ د نیمروز ولایت د عامي روغتیا د رئیس، مولوی عبدالرحمن “عبدالله” او مرستیال  حافظ مطیع الله “منیب” او  مولوی فضل الرحمن «مستغفر» د ارشاد حج اوقاف د رئیس په شتون که د زرنج ښار له  علمای کرام سره د پولیو واکسین کمپاین په اړه د عامه پوهاوي په موخه، د دې ریاست د غونډو په تالار کې؛ ناسته تر سره سوه.

 

دغه ناسته، چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل سوه، په پیل کې د عامي روغتیا مرستیال حافظ مطیع الله “منیب” د پولیو خطرات  تشریح کړل او د پولیو په کمپاین کې یې د علمای کرامو  رول مهم وباله او د لا ډیرو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

 

ورپسي مولوی زبیر”منیب” د کتلوي معافیت عامه پوهاوي مسوول لخوا د پولیو په اړه پریزینتیشن وړاندی سو.

 

او یاده ناسته د دُعا په ویلو سره پایته ورسېد.