دناوې ولسوالۍ کې زړې ناچاودي مرمۍ د یو تن  ژوند واخیستی:

    دباختر اطلاعاتي اژانس د هلمند د ناوې ولسوالۍ څخه خبر راکوي چې نن ماپښین یوه1 بجه د یادي ولسوالۍ د غیبي نیکه په سیمه کې  یو تن ځوان هغه وخت خپل ژوند دلاسه ورکړ چې یوې ناچاوده د راکيټ مرمۍ انفجار وکړ.   خبر زیاتوي چې یاد ځوان صفت الله نومېدی د ولي […]

 

 

دباختر اطلاعاتي اژانس د هلمند د ناوې ولسوالۍ څخه خبر راکوي چې نن ماپښین یوه1 بجه د یادي ولسوالۍ د غیبي نیکه په سیمه کې  یو تن ځوان هغه وخت خپل ژوند دلاسه ورکړ چې یوې ناچاوده د راکيټ مرمۍ انفجار وکړ.

 

خبر زیاتوي چې یاد ځوان صفت الله نومېدی د ولي جان زوی او د 19 نولسو کالو وو.نوموړي دغه ناچاوده مرمۍ پیداکړې او بیا یې ټکولې وه.چې د انفجار له کبله یې دغه پېښه رامنځ ته سوه.

 

دیادولو ده چې نن سنګین ولسوالۍ کې هم یو تن د ورته برخلیک سره مخامخ سوی وو.

 

نېټه:۱۴۴۳/۷/۶ هــ ق