نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دښت په سیمه کې د شیخ القران والحدیث حضرت مولانا سردارمحمد صاحب په مدرسه کې د دورة الکبری د فاضلانو د فراغت په مناسبت شانداره جلسه جوړه شوه د جلسې په روان بهیر کې د قران عظیم الشان تر تلاوت وروسته جیدو علماء […]
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دښت په سیمه کې د شیخ القران والحدیث حضرت مولانا سردارمحمد صاحب په مدرسه کې د دورة الکبری د فاضلانو د فراغت په مناسبت شانداره جلسه جوړه شوه
د جلسې په روان بهیر کې د قران عظیم الشان تر تلاوت وروسته جیدو علماء کرامو خپلي علمي ویناګانې او اصلاحي بیانونه واورول.
د نعت خوانانو له خوا په خپل نوبت سره حماسي او د جلسې د روحیې موافق ترانې وویل شوې.
د جلسې په جریان کې محترم شیخ القران والحدیث حضرت مولانا سردارمحمد صاحب حفظه الله خپل هراړخیزه اصلاحي وینا واوروله. نوموړي د نورو مباحثو ترڅنګ د حضرت امیرالمومنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله وورستیو ارشاداتو ته هم څرګنده اشاره وکړه او زیاته یې کړه. چې موږ مکلف یو د خپل امرائو د اوامرو سره مطابق چلند وکړو. د خپل ولس سره صمیمانه او نرم برخورد خپل عمل جوړ کړو. د امیرالمومنین د عفوي د فرمان پوره رعایت وکړو.تقوا او دیانت ته کار وکړو. دا سپېڅلی نظام خپل کور وګڼو او د بقا لپاره یې نه ستړي کېدونکي هڅي وکړو. هغه عام ولس اومجاهدین د لوی خدای طاعت او د امرائو اطاعت ته راوبلل.
او په دې اړه یې واضح او مفصل بیان وکړ. جلسه د مکمل امن او پوره نظم په فضاء کې ترسره او د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه:/۱۴۴۳/۵/۲۶ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.