نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند د ترافیکو مدیریت د هغه خبرتیا په تعقیب چي دلښکرګاه ښار پر عمومي سړک کواټونه، رېړۍ، ریکشې، زرنجان او موټرونه درول منع کړي وه. د دغه خبرتیا د دوهم تعقیب په ترڅ کي دواټونو د پاکولولړۍ عملاً پیل سوه. دلښکر ګاه ښار هغه جادې او عمومي خط السیر چي د ریړۍ چلوونکو، زرنجانو […]
د هلمند د ترافیکو مدیریت د هغه خبرتیا په تعقیب چي دلښکرګاه ښار پر عمومي سړک کواټونه، رېړۍ، ریکشې، زرنجان او موټرونه درول منع کړي وه. د دغه خبرتیا د دوهم تعقیب په ترڅ کي دواټونو د پاکولولړۍ عملاً پیل سوه. دلښکر ګاه ښار هغه جادې او عمومي خط السیر چي د ریړۍ چلوونکو، زرنجانو او موټرونو دبېرو بار له امله بند سوي وه او د هلمند شریف ولسونه یې د ډېرو ستونزو سره مخ کړي وه د پاکولو چارې یې د ترافیکو مدیریت د پرسونل او دښاروالۍ د مسؤلینو له لوري نن عملا دسولي دچوک څخه پیل سوه چي دا لړۍ به ترهغه دوام ولري ترڅو سړکونه او واټونه په بشپړه توګه دوسایطو اوعامو ښاریانو د تګ راتګ لپاره خلاص او وسره دولسونو ستونزي حل سي. دلښکرګاه ښاروالۍ او د ترافیکو مدیریت د ټولوهټیوالو، ریړۍ چلوونکو او موټروانانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي، چي پر واټونو او عمومي جادو د راکړي ورکړې او بېروبار جوړولو څخه ډ ډه وکړي او د ښاري نظم په رامنځ ته کولو کي پوره همکاري وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.