نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې نن له غرمې مخکې دهلمند ولایت مقام له خوا دلښکرګاه ښار دټولو حوزو دنظارت له پاره ګډ باصلاحیته پلاوي له مسؤلینو اوقومي مشرانو سره غونډه ترسره کړه. غونډه چي دلښکرګاه ښار لمړۍ حوزې فرهنګي مرکز کي جوړه سوې وه د معمول سره سم د کلام الله مجید د […]
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې نن له غرمې مخکې دهلمند ولایت مقام له خوا دلښکرګاه ښار دټولو حوزو دنظارت له پاره ګډ باصلاحیته پلاوي له مسؤلینو اوقومي مشرانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه چي دلښکرګاه ښار لمړۍ حوزې فرهنګي مرکز کي جوړه سوې وه د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل سوه.
ورپسې داِستېناف څارنوالۍ رئیس محترم مولوي عبدالجبار هجرت صاحب د غونډي د هدف او محتوی په اړه مقدماتي خبري وکړې.هغه دداسي غونډو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په ټولنه کې امن،ثبات د ولس او حکومت وهمږغي ته اړتیا لري.نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي چې وخت په وخت داسي غونډي او مجالس جوړکړي .ترڅو د ولس له ستونزو پر وخت خبر او ورته رسیدګي وکړي.ښاغلی هجرت د خلګو څخه د همکارۍ غوښتلو ترڅنګ د خپل لوري د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې دهلمند دولایتي شورا غړي شریف مولوي صاحب ګډون والو ته خپله وینا واوره ول
ده له ټولو قومي مشرانو او علماءوڅخه وغوښتل چي خپل ځوان قشر تشویق کړي ترڅو ځانونه پر سنت طریقه برابر کړي اودخپل عنعناتواوکلتور ساتنه وکړي.
هغه هم داراز زیاته کړه چې موږ اوتاسو به په ټولو ده ملي شتمنیوساتنه کوو.
نوموړي په سرحداتو کي پرځایي اوسیدونوکو ږغ وکړ که هرچادخپل ملت سره خیانت کاوه او وسلې یې په قاچاقي ډول نورو هیوادو ته انتقالولې زموږ امنیتي اودفاعي څواکونه دي په جریان کي وساتي ترڅو مجرمینوته سزا ورکول سي .
نېټه:/۱۴۴۳/۶/۲۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.