دلښکرګاه ښاروالۍ مشورتي بورډ کميټې جوړي او په فعاليت یې پیل وکړ

  دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ امريت له لوري د ښاروالۍ د مشورتي بورډ کميتې جوړي سوې او په فعاليت یې پیل وکړ. د یاد امريت آمر انجنیر خالد ولي بهروز پرون د يو غونډي په ترڅ کي د مشورتي بورډ بیلا بیلي کميټې جوړي کړې او د وکيلانو څخه یې و […]

 

دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ امريت له لوري د ښاروالۍ د مشورتي بورډ کميتې جوړي سوې او په فعاليت یې پیل وکړ.

د یاد امريت آمر انجنیر خالد ولي بهروز پرون د يو غونډي په ترڅ کي د مشورتي بورډ بیلا بیلي کميټې جوړي کړې او د وکيلانو څخه یې و غوښتل چي هر وکيل بايد د خپلي کميټې په برخه کي فعاله وه اوسي.
بهروز زیاته کړه چي هره کميټه په خپله برخه کي خپلواکه ده او بايد د خپلو کړونو راپور د ښاري حکومتدارۍ امريت ته وړاندي کړي.

د مشورتي بورډ وکيلانو ژمنه وکړه چي په خپله برخه کي به فعاليت تر سره کوي او کميټې به د طرزالعمل سره سم مخ ته وړي، د بورډ وکيلانو
يوې موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د لښکرګاه ښاروال الحاج احمد سعيد انصاري صاحب يو ټول منلی شخصيت دی د ټولو هلمنديانو لپاره د اعتماد، پوره امانت دارۍ او په ټوله معنی خدمتي ښاروال دی،
دوي په یو ږغ سره وويل چې د نوموړي شمله ان شاءالله موږ هسکه ساتو او په شتون او کړنو یې نهايت وياړو.
دوي دا هم وويل چې د لښکرګاه اوسنی ښاروال انصاري صاحب د بل هر چا په پرتله زموږ لپاره قابل د قدر دی.

غونډه په دعائيه سره پای ته ور سيده.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۸ هــ ق