دلغمان دیني علماؤ والي ته دهرډول مرستې اوهمکارۍ ډاډ ورکړ.

 دلغمان ولایت اړوند په مرکز کې میشتودیني عالمانو لغمان والي قاري زین العابدین سره دده په کاري دفترکې وکتل،  لومړی ددیني علماء کرامو په استازولۍ مولوي رحمت ګل اومولوي عبدالمالک خبرې وکړې وې ویل:  مونږ دا.ا په بریالیتوب خوښ یو ځکه په راتلوسره یې دهرډول فساد،  وژنو، ظلم ، غیر شرعي اوغیرقانوني کړنو مخنیوی شوی […]

 دلغمان ولایت اړوند په مرکز کې میشتودیني عالمانو لغمان والي قاري زین العابدین سره دده په کاري دفترکې وکتل،  لومړی ددیني علماء کرامو په استازولۍ مولوي رحمت ګل اومولوي عبدالمالک خبرې وکړې وې ویل:  مونږ دا.ا په بریالیتوب خوښ یو ځکه په راتلوسره یې دهرډول فساد،  وژنو، ظلم ، غیر شرعي اوغیرقانوني کړنو مخنیوی شوی اوپدې سره حق حقدارته سپارل شوی، نوموړو زیاته کړه چې دوې به په خپلودیني مدرسوکې دحنفي مذهب په پېروي خپل تدریس ته دوام ورکړي،

وروسته دلغمان والي قاري زین العابدین  دیني عالمانوته دښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښودله چې دیني عالمان خپلې غوښتنې اوستونزې له دوې سره مخامخ شریکوي،  والي وویل چې دولایت مقام اوددې ولایت دهرې ادارې دروازه د ټولو ولسونو اوپه ځانګړي توګه ددیني علماء کراموپه مخ خلاصه ده،  ځکه دوې ددین اوخلکو خادمان دي،  دلغمان والي دیني عالمانوته ډاډ ورکړچې ستونزوحل ته به یې رسیده ګي  کیږي اوپدې اړه به اړوندو مسئولینوته لازمې لارښوونې هم وشي.

۱۴۴۳/۳/۴