نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مرکز ګرديز دسيدانو په سيمه کې دنبى الورى دنجونو له ديني مدرسې څخه دقران کريم دتجويد دناظرې په برخه کې نارينه او خويندې نه ويشت تنه فارغ شوې. دغه ناسته،چې ددې مدرسې په انګړ کې دديني علماوو،فارغينو،قومي مشرانو،ځوانانو او دکلي مشرانو په ګډون دايره شوې وه له تلاوت وروسته په لومړيو کې دخليفه صاحب عبدالکريم […]
مرکز ګرديز دسيدانو په سيمه کې دنبى الورى دنجونو له ديني مدرسې څخه دقران کريم دتجويد دناظرې په برخه کې نارينه او خويندې نه ويشت تنه فارغ شوې. دغه ناسته،چې ددې مدرسې په انګړ کې دديني علماوو،فارغينو،قومي مشرانو،ځوانانو او دکلي مشرانو په ګډون دايره شوې وه
له تلاوت وروسته په لومړيو کې دخليفه صاحب عبدالکريم صديقي لخوا دښه راغلاست وينا ترڅنګ ددې مدرسې له بنسټګر مولوى عصمت الله وفادار او ټولو استادانو څخه ځانکړې مننه وکړه. هغه په دې برسېره د يادې ناستې ګډون والو هريوه مولوي صاحب نسيم،مولوى احمدشاه فضلي،پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رييس ښاغلي خالق يار احمدزى پخپل وارسره خبرې وکړې، ښاغلي احمدزي داسلام له نظره ددين په چوکاټ کې دښځوو په حقه حقوقو خبرې وکړې ويې ويل،چې څه وخت وروسته به داسلام د اوصولو سره برابر ټول حقوق ښځو ته ورکړل شي ورپسې دنبى الورى دنجونو دديني مدرسې استازى عصمت الله وفادار وويل،چې دشلو تنو نارينه وو په ګډون نهه تنه خويندو،چې ټول ۲۹ نه ويشت تنه کيږي په دريمه دوره کې فارغ شول. وفادار دنارينوو او خويندو له والدينو ځانګړې مننه وکړه،چې خپل او لادونه يې دنبى الورى دنجونو په ديني مدرسه کې شامل کړه ويې ويل،چې ياده مدرسه په مرکز ګرديز کې درى نورې څانګې هم لري، چې يوه يې شاه قمبر زيارت سره، يوه يې په کرماشي او بله يې هم دلته په سيدانو کې شتون لري ورسره يې په انګليسي ژبه کې داسلام په باره کې هم وينا وکړه . هغه دناستې په ګډون والو غږ وکړ،چې خپل اولادونه مو په ديني او عصري زده کړو سمبال کړئ ياده دې وي،چې دناستې په وروستيو کې دقارى ابراهيم،قارى فضل الله فضلي او ورسره ملګرو لخوا په زړه پورې ترانې هم ددې ناستې ګډون والو ته واورول شوې او هم دفارغ شويو حافظانو په غاړو کې دوالدينو لخوا ورته آميلونه ورواچول شول.
۱۴۴۳/ربيع الاول/۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.