دفراه ښاروال  دملګرو ملتونو اونورو مؤسسو له  نمایندګانوسره ولیدل

دفراه ښاروال مولوی عبدالظاهر خادم د هرات ولایت څخه راغلي د ملګرو ملتونو او نورو مؤسسو له نماینده ګانو سره د ښاروالی په انګړ کي وکتل : پرون  ماسپښین مهال دفراه ولایت دښاروالی په انګړ کي دهمدي ولایت ښاروال محترم مولوي عبدالظاهر خادم دملګرو ملتونو او یوشمیر نورو مؤسسو دنمایندګانو سره وکتل په دی کتنه […]

دفراه ښاروال مولوی عبدالظاهر خادم د هرات ولایت څخه راغلي د ملګرو ملتونو او نورو مؤسسو له نماینده ګانو سره د ښاروالی په انګړ کي وکتل :

پرون  ماسپښین مهال دفراه ولایت دښاروالی په انګړ کي دهمدي ولایت ښاروال محترم مولوي عبدالظاهر خادم دملګرو ملتونو او یوشمیر نورو مؤسسو دنمایندګانو سره وکتل

په دی کتنه کې  لومړی د فراه ښاروال راغليو نماینده ګانو ته ښه راغلاست ووایه وروسته محترم داود د یوناما په نماینده ګي خبري وکړي او داسلامی امارت له ډاډ من امنیت څخه یي خوښي څرګنده کړه او زیاته یې  کړه چی د لومړي ځل لپاره وروسته له ١٣ کلونو  فراه ولایت ته د ځمکي له لاري راغلو او د هر ډول همکارۍ  ژمنه یې  وکړه

وروسته محترم عبدالله د UNDP دفتر په نمایندګي خبري وکړي او دهر ډول همکاریوژمنه یي دفراه د ښاروال سره وکړ ه

ورپسې دWFP دفتر مسؤل نورزي خبري وکړي او د غذا په مقابل کي یي د کاریګرو د استخدام ژمنه ورکړه

وروسته مولوی صاحب خادم خبري وکړي اوراغلیو نماینده ګانو ته یي دهر اړخه د امنیت پوره ډاډ ورکړ او فراه د ښار مشکلات یې په یولسو مادو کې  چې  د ښار پاک کاري ، د کانالونو پاک کاري ، جویچو او سیلبورونو جوړیدل ،د ښځینه  او نارینه ؤ  لپاره د فراه ښار په مختلفو نقاطو کی تشنابونه جوړیدل ، ٤٠ کیلومتر اسفالت سړک جوړیدل ، عصري کشتارګاه ، عصري پارکونه او د یوه ١٨ پوړ عصري میلمستون جوړیدل چې  هم داخلي او خارجي میلمنو لپاره وي چی په کانسپت ډول یادو نماینده ګانو ته وسپارل شول

۶