دفراه ولایت  په دیني مدارسو کې ۶ میاشتنۍ ازمویني ترسره شوي

د دوو ورځو په لړ کې د فراه ولایت له ټولو دینې مدرسو څخه د ۶ میاشتنیو تقریري ازموینو اخیستل! نن د فراه ولایت له ټولو دینې مدرسو څخه د دوو ورځو په لړ کې ۶ میاشتنۍ تقریري ازموینې واخېستل شوې. د فراه ولایت، پوهنې ریاست رئیس ښاغلي مولوي اخترمحمد “زعیم”  د مدرسو، ده  زده […]

د دوو ورځو په لړ کې د فراه ولایت له ټولو دینې مدرسو څخه د ۶ میاشتنیو تقریري ازموینو اخیستل!

نن د فراه ولایت له ټولو دینې مدرسو څخه د دوو ورځو په لړ کې ۶ میاشتنۍ تقریري ازموینې واخېستل شوې.

د فراه ولایت، پوهنې ریاست رئیس ښاغلي مولوي اخترمحمد “زعیم”  د مدرسو، ده  زده کړې او ازموینو د ارزښت په اړه وویل، چې مدرسه د انسان جوړونې يو ستر بنسټ ده، چې له دي بنسټ څخه ټولنې ته د دین ساتونکي وړاندې کېږي، ده زیاته کړه، چې زده کړه د هرې ټولنې د پرمختګ ضامنه ده او هر هغه ټولنې چې زده کړې ته یې پاملرنه نه وي کړي، هغه ټولنه د رکود په لوري درومي او د زوال ښکار کېږي.

 

ښاغلي زعیم د ټولو دینې مدرسو استادانو ته په خطاب سره وویل، چې تاسو هر یو باید د دوی هره پیاوړتیا او پوهه په نظر کې ونیسئ، ترڅو ټولنې ته یو رښتېنی پوه (عالم) وړاندې شي.