دفراه ولایت والي  نن ورځ دبالابلوک  ولسوالۍ ته سفر وکړ:

  دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  دبالابلوک ولسوالۍ ته درسیدو پر وخت لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، او قومي مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره وکتل د فراه والي صاحب د سپینږرواو د يادي ولسوالۍ د ځاېې مخورو سره د ليدولو پروخت […]

 

دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  دبالابلوک ولسوالۍ ته درسیدو پر وخت لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، او قومي مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره وکتل

د فراه والي صاحب د سپینږرواو د يادي ولسوالۍ د ځاېې مخورو سره د ليدولو پروخت وویل چي موږ دبالابلوک ولسوالۍ د خلکو لیدنې او حال پښتنې ته راغلي یو چي ستاسي او دټول فراه دسرښندنکو ولسونو دیدن وکړو او ستاسي احوال واخلو  تر څو مو تر منځ نور هم دمحبت پراختیا راسي همدارنګه والي صاحب محترم وویل چي زه ستاسي والي نه بلکي ستاسي د یو خادم په توګه ستاسي خدمت ته شپه او ورځ تیار یم او د ستونزو  د هواري لپاره مي تر خپل سفر مخکي یو باصلاحیته هیئت وټاکی چي دفراه ولایت پر ټولو ولسوالیو وګرزیدی چي ده ولس  ستونزي یي واوریدلي او تر ډيره یي  ستونزي حل کړي اوټول راپورونه یي ترموږ رارسولي چي ان شاءالله موږ به تر خپل وسه پوره کوښښ وکړو چي ستاسي ده فراهي ولس ستونزي حل او فصل کړو

بيا ښاغلي روحاني صاحب وویل چي ده ولس څخه مي دا غوښتنه ده لکه څنګه چي دا شل کاله زموږ سره څنګ پر څنګ ولاړ واست اوس هم  ستاسي پوره هم کاري غواړو زکه چي ولس او مجاهدین کولای سي په ګډ یو نظام قوي کړي

والي همدا رنګه له دوى نه  وغوښتل ترڅو د اسلامي نظام د ټينګښت او يووالي په لور خلګ دعوت کړي.

په پای کې د فراه والي د اسلامي امارت د مسؤلینو د کارونو څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې د دندو د لا زیاتو هڅو په موخه لازمې لارښوونې وکړې