دفراه ولایت والي دخپل سفر په جریان کي نن ورځ  دفراه رود  ولسوالۍ ته ورسید

دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  دفراه رود ولسوالۍ ته درسیدو پر وخت لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، او قومي مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره ده فراه رود په مرکزي جامع مسجد کي وکتل د فراه والي صاحب د سپینږرواو د يادي […]

دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  دفراه رود ولسوالۍ ته درسیدو پر وخت لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، او قومي مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره ده فراه رود په مرکزي جامع مسجد کي وکتل

د فراه والي صاحب د سپینږرواو د يادي ولسوالۍ د ځاېې مخورو سره د ليدولو پروخت وویل چي زه  او زما سره په سفر کي ملګري خاص دفراه رود ولسوالۍ د خلکو سره دلیدنې او حال پښتنې ته راغلي یو چي ستاسي او دټول فراه دسرښندنکو ولسونو دیدن وکړو او ستاسي احوال واخلو  تر څو مو تر منځ نور هم محبت زیاد سي همدارنګه والي صاحب محترم وویل چي زه ستاسي والي نه بلکي ستاسي د یو خادم په توګه ستاسي خدمت ته شپه او ورځ تیار یم او د ستونزو  د هواري لپاره مي تر خپل سفر مخکي یو باصلاحیته هیئت وټاکی چي دفراه ولایت پر ټولو ولسوالیو وګرزیدی چي ده ولس  ستونزي یي واوریدلي او تر ډيره یي  ستونزي حل کړي

بيا ښاغلي روحاني صاحب وویل چي ده ولس څخه مي دا غوښتنه ده لکه څنګه چي دا شل کاله زموږ سره څنګ پر څنګ ولاړ واست اوس هم  ستاسي پوره هم کاری ته اړتیا لرو زکه چي ولس او مجاهد سره یو تن دی

والي همدا رنګه له دوى نه  وغوښتل ترڅو د اسلامي نظام د ټينګښت او يووالي په لور خلګ دعوت کړي.

په پای کې د فراه والي د اسلامي امارت د مسؤلینو د کارونو څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې د دندو د لا زیاتو هڅو په موخه لازمې لارښوونې وکړې

یاده دي وي چي په دي سفر کي داطلاعاتو اوفرهنګ استازي او دملی راډیوتلویزیون سرپست قاري بدرالدین او ورسره خبریالانو هم ګډون درلود