دفراه ولایت والي دخپل سفر په جریان کي نن سهار د شیبکو قلعه کاه ولسوالۍ ته سفر وکړ

دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  د شیبکوه ولسوالۍ سفر په ترڅ کې لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره وکتل. فراه والي صاحب د مشرانو او د ياد ولسوالۍ د ځاېې مخورو سره د ليدو په ترڅ کې, […]

دفراه والي ښاغلي روحاني صاحب د همدي ولایت  د شیبکوه ولسوالۍ سفر په ترڅ کې لومړی د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مجاهدینو، مخورو, ځايي خلګو او د دغې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسوولينو سره وکتل.

فراه والي صاحب د مشرانو او د ياد ولسوالۍ د ځاېې مخورو سره د ليدو په ترڅ کې, د ولسوالۍ د خلکو اوسنۍ ستونزې واورېدې او هغوى د ستونزو د هواري لپاره ېې لازمې ژمنې ورکړې.

بيا ښاغلي روحاني صاحب خلګ وهڅول چې د جنایي جرمونو په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت له نظامي مسؤلینو سره همکاري وکړي.

والي همدا راز د یادې ولسوالۍ له مشايخو او علماوو سره هم وکتل او له دوى نه یې وغوښتل ترڅو د اسلامي نظام د ټينګښت او يووالي په لور خلګ دعوت کړي.

په پای کې د فراه والي د اسلامي امارت د مسؤلینو د کارونو څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې د دندو د لا زیاتو هڅو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.