دغزني والي : دهمدي ولایت دمرکز له یو شمېر مخورو سره وکتل

نن له غرمې وروسته دغزني ولایت  والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده)  په خپل کارې  دفتر کې د غزني  ولایت دمرکز غیب قلندر له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل لومړی دغیب قلندر  مشرانو دغیب قلندر دسیمي  ستونزې او ننګونې د غزني ولایت ښاغلي والي صاحب  سره شریکې کړې او د دې سیمي   د […]

نن له غرمې وروسته دغزني ولایت  والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده)  په خپل کارې  دفتر کې د غزني  ولایت دمرکز غیب قلندر له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل

لومړی دغیب قلندر  مشرانو دغیب قلندر دسیمي  ستونزې او ننګونې د غزني ولایت ښاغلي والي صاحب  سره شریکې کړې او د دې سیمي   د ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه

ورپسې دغزني ولایت ښاغلي ( اخندزاده)  صاحب خبرې وکړې او ویې ویل، موږ شپه او ورځ د الله ﷻ د دین او د خدای ﷻ د بندګانو د خدمت لپاره کار کوو

ښاغلي والي صاحب  زیاته کړه چې ولس په شل کلن جهـ.ـاد کې له ا.ا. سره هر ډول همکاري کړې او اوس یې وخت دی چې ملت ته خدمت وکړو

ښاغلي والي صاحب  په وینا، د ا.ا. مسؤلینو تل د ولس د خدمتګارانو په توګه خدمت کړی او زیاته یې کړه، ا.ا. د شفافې او عادلانه حکومتدارۍ اصولو ته ژمن دی.

 

دغزني ولایت والي  ژمنه وکړه چې د دوی ستونزو ته به پاملرنه وکړي اوپه خپل وخت سره به ورته رسیده ګې کوي

ان شاءالله،