دعامي روغتيا ریاست اونېزه اداري غونډه ترسره شوه

    دهلمند ولایت دعامي روغتیا ریاست اداري غونډه دعامي روغتیا د سرپرست رئیس محترم الغازي مولوي صاحب په مشرۍ تر سره سوه. پیل کي د قرانکریم مبارک ایتونه تلاوت سوه. وروسته دروغتیا رئیس الغازي مولوي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، تر ښه راغلاست وروسته ښاغلي مولوي صاحب ياده اداري غونډه کي د […]

 

 

دهلمند ولایت دعامي روغتیا ریاست اداري غونډه دعامي روغتیا د سرپرست رئیس محترم الغازي مولوي صاحب په مشرۍ تر سره سوه.

پیل کي د قرانکریم مبارک ایتونه تلاوت سوه.

وروسته دروغتیا رئیس الغازي مولوي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، تر ښه راغلاست وروسته ښاغلي مولوي صاحب ياده اداري غونډه کي د باغران ولسوالۍ پر روغتیایي مراکزو او هغوی ته د ښه خدمات په وړاندي کولو، همدارنګه د لیرو پرتو ولسوالیو د روغتیایي مراکزو څخه نظارت کولو باندي ټنګار وکړ او ویې ویل دټولو مؤسسو مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه کوم مسؤلیتونه چي تاسو ته در سپارل سوي ورته صادق اوسئ او خپلي چاري مخته یوسئ ترڅو کارونه او خدمات مو ټولني ته د منلو وړسي او خلګ راضي اوسي.

 

غونډه کي د عامي روغتيا رياست کاري شريکانو ګډون کړی وو.

په وار سره د غونډي ټولو ګډونوالو خپل اونيزي کړني، غوښتني اوستونزي بيان کړې او لازم تصميمونه پرې ونيول سوه.

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۵/ هق