نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دسنګین ولسوالۍ عمومي ویاله چې د امریکايي ښکېلاکګرو او د هغو د داخلي ملګرو له خوا د تېرو شلو کالو په جنګونو کې تخریب سوې وه.د بیارغوني کار یې پیل او دوام لري : دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ عمومي لویه ویاله چې د تېر شل کلن اشغال په جنګونو کې تخریب سوې او […]
دسنګین ولسوالۍ عمومي ویاله چې د امریکايي ښکېلاکګرو او د هغو د داخلي ملګرو له خوا د تېرو شلو کالو په جنګونو کې تخریب سوې وه.د بیارغوني کار یې پیل او دوام لري :
دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ عمومي لویه ویاله چې د تېر شل کلن اشغال په جنګونو کې تخریب سوې او د کاره لوېدلې وه.
دهلمند محترم والي طالب مولوي صاحب په ځانګړي هدایت د اړوند ادارو له خوا یې د بیا رغوني کار پیل او په چټکۍ سره مخ ته روان دی.
یاد کانال به دسنګین ولسوالۍ دمانده څخه بیا دحاجي فتح محمداکا تر پېچ پوري جوړه او پاکاري سي.دیاد کانال کار خورا په چټکۍ ،منظم، او په ښه کیفیت سره مخ ته روان دی.
د هلمند د سیندیزي حوزې د لوی ریاست رئیس محترم الحاج قاري عبدالهادي صاحب او دمنځني هلمند فرعي حوزې رئیس محترم ملامحمدیعقوب قایم صاحب د یاد کانال د بیارغوني د بهیر څخه لیدنه وکړه او د پاکارۍ او جوړوني چاري یې له نږدې وکتلې او د کارونو د لا ښه چټکتیا او اصلاحي اقداماتو په اړه یې مسئولینو او کارکونکو ته ګټوري لارښووني او سپارښتني وکړې.
د یادولو ده چې د یاد کانال په جوړېدولو سره به یوځل بیا د سنګین ولسوالۍ ډېری سیمي سرسبزه او زیاتي مځکي به خړوبي سي.او د کرهنیزو حاصلاتو، غلو دانو او باغاتو د ودي او پرمختګ کچه به ورسره زیاته او خلګو ته به د اوبو لګولو په برخه کې سهولتونه برابر سي.
نېټه:۱۴۴۳/۶/۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.