نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
راپور:نیټه ۱۴۴۳/۵/۱۸ ه ق دروزګان ولایت دلوړو زده کړو مؤسسي داستادانو لخوا داوبو داقتصادي ارزشت په اړه سمینار جوړ او ګډون والوته تشریح شو د سمینار پیل لومړی دقران کریم په څومبارکو ایاتونو سره وسوه. وروسته د روزګان د لوړو زده کړومؤسسی رئیس ښاغلي اسدالله نور ټولو ګډون والوته وینا وکړه او زیاته ئې […]
راپور:نیټه ۱۴۴۳/۵/۱۸ ه ق
دروزګان ولایت دلوړو زده کړو مؤسسي داستادانو لخوا داوبو داقتصادي ارزشت په اړه سمینار جوړ او ګډون والوته تشریح شو
د سمینار پیل لومړی دقران کریم په څومبارکو ایاتونو سره وسوه. وروسته د روزګان د لوړو زده کړومؤسسی رئیس ښاغلي اسدالله نور ټولو ګډون والوته وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي اوبه داسی یو ارزښتناکه شي دی چي هرشي اوبوته ضرورت لري هغه که بوټي وی که انسانان او حیوانات ټول اوبوته ضرورت لری، ښاغلي نور زیاته کړه چي داوبو بی ځايه اصراف دشریعي اصولو هم خلاف کار دی، هغه زیاته کړه چي افغانستان د اوبو له اړخه یوغني هیواد دي خو بدبختانه چي زموږ داوبو څخه نور هیوادونه استفاده کوي او زیاته ئې کړه چي موږ باید کوښښ وکړوچي خپلې اوبه را ایسارکړو. او هغه وویل چي دژوند لپاره دوه عناصرډېراړین دي هریولکه اکسیجن او اوبه اوزیاته ئې کړه چي اوبه مړه ځمکه راژوندي کوي، او دځمکي په ښکلاکي داوبو ونډه ډېرزیاته ده اوهم داسی په میوه کی.
وروسته اجمل په کرهڼه کي داوبو پراقتصادی ارزښت جوړسوی سمینار ټولو ګډون والوته اوبه وړاندي کړي هغه اوبه لومړي داسلام دنظره تشریح کړي . هغه وویل چی داوبو ناقدري د الله ج ناشکري ده، داچي اوبه دالله ج د ډېرو سترو نعمتونو څخه دي. اوبه دژوند دمهمواړتیاوه څخه ګڼل کیږی په نړۍ کی انسان پرته له اوبو ژوند نسی تیرولایی، اوبه دانسان په ژوند کي ځانګړي اهمیت لري، په نړۍ کي هیڅ یو ژوندي موجود خپل ژوند پرته له اوبو څخه نسی کولایی اوبه دځمکی پرسر د سیندونو،سمندرونو، ویالو،بخاراو کنګل په ډول شتون لري. هغه وویل چي په ټوله نړۍ کي کابو (۳/۴ ] برخی مځکه اوبونیولی ده چي %۴۹ فیصده یی دبحرونو، خلیجونو، او سیندونو په بڼه، %۲ په قطرونوکی دیخ په ډول او %۴ فیصده دمځکی لاندی شتون لري یوازی دیو کوچني برخی څخه ئې د خوږو اوبو په بڼه ګټه اخستل کیږی چی دا اوبه ورځ تربلی دکمښت سره مخ دي. ورسته د اوبولګولو او مالدارې رئیس محترم عبدالصمد مقبول وینا وکړه اوزیاته ئې کړه چی داوبو مسئله نن سبا په نړۍ کی ډېرمهمه اوسیاستوال یی اندیشمن کړی دی داوبو پرسر شخړي په ټوله نړۍ کي شتون لري. هغه وویل چی افغانستان داوبو له اړخه یوغنی هیواد دی چی د اوبو کلنۍ جریان یی ۷۵ میلیارد متره مکعبوته رسیږي. د هیواد په کرنیز سوتور کي هره ثانېه ۱۱۰۰ متره مکعب اوبه لګول کیږی، اوزیاته ئې کړه چي په هیوادکي دهرنفر لپاره د اوبو کلنی لګښت د ۱۰۰۰ څخه تر دوه زره متره مکعب په نظرکي نیول سوي دي. سمینار د دعاء په وویلو سره پایته ورسید.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.