دروزګان ولایت امنیه قومندان د کرکیټ دهغه منتخبې لوبډلې سره  مالي مرسته وکړه چی د جنوبي زون دانټرکلب سیالۍ لپاره چمتوسوي وه.

      نن د ارزګان ولایت امنیه قومندان بشیر حاجي صاحب دروزګان ولایت دمنتخبي لوبډلې  مالی لګښت پرغاړه واخیستي چی دجنوبي زون کی دافغانستان کرکيټ بورډ د ولایتونو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ په لاره اچولي ده بشیر حاجي صاحب وویل چې موږ هڅه کوو چې د بشپړ امنیت په تامینولو سره ځوانانو ته په […]

 

 

 

نن د ارزګان ولایت امنیه قومندان بشیر حاجي صاحب دروزګان ولایت دمنتخبي لوبډلې  مالی لګښت پرغاړه واخیستي چی دجنوبي زون کی دافغانستان کرکيټ بورډ د ولایتونو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ په لاره اچولي ده

بشیر حاجي صاحب وویل چې موږ هڅه کوو چې د بشپړ امنیت په تامینولو سره ځوانانو ته په دغه ولایت کې د لوبو زمینه برابره کړو او مالي مرستې ورسره تر سره کړو چی د دوي ورته اړتیا وی .

نوموړي وویل ځوانان دي کوښښ وکړي چې د ناوړه کړونو پر ځای ورزش کولو ته مخه کړي تر څو زموږ ټولنه یو روښانه راتلونکی ولري.

 

د ارزګان د کرکیټ لوبغاړو د بشیر حاجي صاحب څخه د مننې تر څنګ وویل چې زموږ د امارت د دا ډول مرستو او تشویق په مرسته به زموږ د کرکیټ لوبغاړي وکولای سې چې زموږ ولایت ته د کرکیټ په ډګر کې بریاوي راوړي.

د ارزګان د کرکیټ بورډمسؤل خیرالله افغان وايي د جنوبی زون کرکیټ لوبو ته چې راتلونکي یکشنبه پیلېږي له ارزګان څخه هغه لوبغاړي ورته غوره سوي دی چی دهغه سیالۍ کولو وړتیا ولري.