جاني خيلو کې دزرګونو خلکو په ګډون دشهیدانو ديتيمانو په وياړ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته،چې جاني خيلو ولسوالۍ په عالي ليسه کې دزرګونو خلکو او له بيلابيلو ګاونډي ولايتونو څخه د ا. ا. ا. ديو شمير مسئولو چارواکو،نعت خوا نانو او د راغليو مېلمنو په ګډون دايره شوې وه په یاده ناسته کې داتلو شهيد شويو قوماندانانو په ترسره شويو کارنامو يادولو سره ددوى نورو لارویانو ارواح ته […]

دغه ناسته،چې جاني خيلو ولسوالۍ په عالي ليسه کې دزرګونو خلکو او له بيلابيلو ګاونډي ولايتونو څخه د ا. ا. ا. ديو شمير مسئولو چارواکو،نعت خوا نانو او د راغليو مېلمنو په ګډون دايره شوې وه په یاده ناسته کې داتلو شهيد شويو قوماندانانو په ترسره شويو کارنامو يادولو سره ددوى نورو لارویانو ارواح ته د مغغرت دوعايه او دقران عظيم الشان ختم ترسره شو ورپسې ویناوالو پخپلو خبرو کې ددوى کارنامې وستایلې دوى جاني خيلو ولسوالۍ دپکتيا دنورو ولسواليو په کچه هغه ولسوالۍ ياده کړه،چې ترټولو زيات شهيدان دوى ورکړي هغوى ديتيمانو وارثينو ته په دې برخه کې ډاډ ورکړ،چې ددوى به په کلکه پالنه کوي،دايې هم ياده کړه،چې يتيمانو ته دتعليم ترڅنګ نقدى پيسې هم ورکوي ددې ترڅنګ دنعت خوانانو لخوا ددې ناستې ګډون والو ته په زړه پورې ترتيب شوي نعتونه هم واورول شول ترڅنګ يې پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رييس ښاغلي خالق يار احمدزى پکتيا کې په روانو ټولوصحي،تعليمي،بيارغونې،د ټولواداروفعاليدل،رسنيو،ورزش،
پوهنې،زراعت،عوايدو،ګمرک،د
څښاک پاکو اوبو او دې ورته په ټولو برخوو کې ددې ناستې ګډون والو ته معلومات ورکړه ترڅنګ يې دنورو همکاريو ډاډ هم ورکړ ورسره دناستې په وروستۍ برخه کې يتيمانو ته په غاړو کې دآميلونو اچولو ترڅنګ په تحفو هم ونازول شول او دغه يادناسته په هيواد کې داوسني ښه د لاډاډ من آمنيت ستايلو ترڅنګ دتلپاتې او دايمي سولې په غوښتنې سره پاي ته ورسيده.
ياده دې وي،چې دمرکز ګرديز په ګډون دپکتيا په نورو ولسواليو کې هم دشهیدانو ديتيمانو په وياړ دزرګونو خلکو په شتون کې ورته ناستې دامن په فضا کې ترسره شوې.
يکشنبه
1443/ربيع الاول/۳
1400/ميزان/۱۸
2021/اکتوبر/۱۰