دترافیکو د عمومي ریاست محترم رئیس د هلمندولایت دترافیکودمدیریت څخه لیدنه وکړه:

  نن یک شنبه دترافیکو ریاست عمومي رئیس محترم داکترحسیب الله “مختار”دهلمندولایت دترافیکو د مدیریت څخه لیدنه وکړل. دهلمندولایت دترافیکومدیر محترم حاجي ملااحمد اخنذاده دښاغلي رئیس داکترحسیب الله”مختار” او ورسره راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او ددې تر څنګ یې دمدیریت پرمختګونه، ستونزي او خنډونه د دترافیکو عمومي رئیس ته د حل په موخه وړاندي […]

 

نن یک شنبه دترافیکو ریاست عمومي رئیس محترم داکترحسیب الله “مختار”دهلمندولایت دترافیکو د مدیریت څخه لیدنه وکړل.
دهلمندولایت دترافیکومدیر محترم حاجي ملااحمد اخنذاده دښاغلي رئیس داکترحسیب الله”مختار” او ورسره راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او ددې تر څنګ یې دمدیریت پرمختګونه، ستونزي او خنډونه د دترافیکو عمومي رئیس ته د حل په موخه وړاندي کړه.

همدا راز ښاغلي حاجي ملااحمداخنذاده و راغلي پلاوي ته دمدیریت راتلونکي پلانونه وړاندي کړه او دریاست د لا همکارۍ هیله یې وښوده.

ښاغلي داکترحسیب الله”مختار” دمدیرحاجي ملا احمد اخنذاده له فعالیتونو او کړنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي دې ولایت ته دده په راتګ سره د یاد مدیریت په فعالیتونو کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.

ښاغلي رئیس دترافیکومدیریت کارکونکو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي ددې مدیریت د ټولو کارکونکو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کوي.

ښاغلي حسیب الله ددې مدیریت کارکوونکو ته د ولس سره د ښه چلند، دندي ته پر وخت راتګ او دښاردنظم د ساتني په تړاوو یو لړ سپارښتني وکړې.

ښاغلي مختار دټولوشعباتود آمرانو د کړنو ستاینه وکړل او مننه یې وکړه چي خپلو وظیفو ته پر وخت حاضر سوي دي او راپور یې پروخت ریاست ته ورکړی دي

نېټه :۱۴۴۳/۸/۲۴ هــ ق