دبکوا ولسوالي د پرمختللي بشپړ روغتیایې مرکز او خرمالق فرعي روغتیایې مرکز څخه څارنه ترسره شوه

تیره ورځ د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم او په دي ولایت کې میشتې طبیق کوونکې موسسې (CHA) له خوا د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د پرمختللي بشپړ روغتیایې او خرمالق فرعي روغتیایې مرکزونو څخه څارنه ترسره کړه. په یاده څارنه کې، چې د فراه د عامې روغتیا ریاست، رئیس […]

تیره ورځ د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم او په دي ولایت کې میشتې طبیق کوونکې موسسې (CHA) له خوا د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د پرمختللي بشپړ روغتیایې او خرمالق فرعي روغتیایې مرکزونو څخه څارنه ترسره کړه.

په یاده څارنه کې، چې د فراه د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل، د دې ریاست مرستیال رئیس، PHO غړو او همدارنګه د CHA موسسې ولایتي مسؤل یی ملتیا کوله، له یادو دوو روغتیایې مرکزونو څخه څارنه او لیدنه وکړه.

د دې څارنې په بهیر کې، د یادو دوو مرکزونو د روغتیایې چوپړتیاوو د ارزونې تر څنګ، د عامې روغتیا رئیس د بکوا ولسوالۍ د روغتیایې مرکز د نوې ودانۍ د کار له بهیر څخه، چې په دي نږدې ورځو  کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، هم لیدنه وکړه، نوموړي همدارنګه د یادې ولسوالۍ له ګڼو قومي مخورو او سپین ږېرو سره هم وکتل او د روغتیا په برخه کې یې د هغوی ګڼې ستونزي واوریدې، ژمنه یې ورسره وکړه چي د امکان تر کچې به د بکوا د خلکو روغتیایې ستونزو ته رسېدنه وشي.