نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت مقام د هدایت سره سم یو باصلاحیته ګډ هیئت د ولسوالیو څخه دنظارت او د عام ولس د مستندو شکایاتو د څېړلو په موخه بهرامچې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادي ولسوالۍ د ځایي مسئولینو،د محکمې د مسئولینو،بندیانو او عامو مسلمانانو سره د نږدې ولیدل او همدارنګه یې په ځانګړي […]
دهلمند ولایت مقام د هدایت سره سم یو باصلاحیته ګډ هیئت د ولسوالیو څخه دنظارت او د عام ولس د مستندو شکایاتو د څېړلو په موخه بهرامچې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادي ولسوالۍ د ځایي مسئولینو،د محکمې د مسئولینو،بندیانو او عامو مسلمانانو سره د نږدې ولیدل او همدارنګه یې په ځانګړي ډول د سرحدي قوواوو د مسئولینو سره لیدنه وکړه.
یاد ګډ هیئت چې مشري یې د ولایت مقام د ځانګړي استازي محترم شریف مولوي صاحب په غاړه ده او په ترکیب کې د امنیه قوماندانۍ،استخباراتو ریاست،مرافعه محکمې،اطلاعاتو فرهنګ،معارف،صحت،زراعت، ښاروالۍ او محابسو ادارو استازي هم ورسره دي د مرکزي او جنوبي ولسوالیو د څار او نظارت په موخه خپل سفر پیل کړی دی چې لا هم جریان لري.
د بهرامچې ولسوالۍ د مسئولینو سره په لیدنه کې د ګډ هیئت له خوا مسئولینو ته د صفوفو د تصفیې،اداري نظم او جوړښت،د خلګو خدمت،او اصلاحاتو،او همدارنګه مجاهدینو ته د درې ورځنیو روزنیزو او تعلیمي سیمنارونو د جوړېدلو سپارښتني وسوې.
د عامو خلګو او بندیانو ستونزي او شکایات وڅېړل سوه او د حل په موخه یې جدي اقدامات ترسره سوه.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.