دبغني علماء کرامو مشرانو او متنفذینو د هلمند والي سره ولیدل او د بېلا بېلو ستونزو په اړه یې خبري وکړې

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د بغني سیمي دیني عالمانو، قومي مشرانو، او متنفذینو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره د ولایت په مقام کې ولیدل او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث او خبري وکړې.   دیادو مشرانو مهمه غوښتنه داوه چې بغنی دي رسماً د کورنیو چارو وزارت په […]

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د بغني سیمي دیني عالمانو، قومي مشرانو، او متنفذینو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره د ولایت په مقام کې ولیدل او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث او خبري وکړې.

 

دیادو مشرانو مهمه غوښتنه داوه چې بغنی دي رسماً د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دولسوالۍ په صفت رسمي سي ترڅو د ولسوالۍ پرسونل او د ولسوالۍ په صفت ورته خپل حقه حقوق په رسمي ډول ورسېږي.

بغنی دهلمند په شمال کې یوه لېري پرته سیمه ده چې د باغران ولسوالۍ سره پوله لري. خلګ یې تر ډېره حده بې وزلي او د ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.د لوږي او بې کارۍ د ستونزو ترڅنګ دروغتیا په اړه هم د کافي وسایلو او تجهیزاتو نه شتون هغه څه دي چې خلګ یې د جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هلمند والي د خلګو د ستونزو تر اورېدلو وروسته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسيدګي وکړي او په دې اړه یې وړاندي هم اړوند ادارو ته جدي سپارښتني کړي دي.

ښاغلي والي صاحب دیادو علماء، او مشرانو په مخکي د کورنیو چارو وزارت ته پېشنهاد ولیکی او وعده یې وکړه چي تر وزارت به یې ورسوم.

چې بغنی دي د رسمي ولسوالۍ په صفت منظور کړي.ترڅو دیادي ولسوالۍ ولسونو ته خپل حقه حقوق په بشپړ ډول ورسېږي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۷/ هـ ق