دبست زون د اتلو کلبونو تر منځ په هلمند کی نن دوې سیالۍ تر سره شوي

لومړی لوبه د هلمند شعیب خان او ارزګان سیلاني اتلان کلبونو تر منځ تر سره سوه.   د لوبې پچه  هلمند شعیب خان لوبډلمشر وکټل د توپ وهني فیصله یې وکړه.   هلمند لوبډلې په ۲۵ اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ارزګان لوبډلې ته ۱۴۱ هدف کېښود.   د هلمند لوبډلې لپاره عبدالواجد […]

لومړی لوبه د هلمند شعیب خان او ارزګان سیلاني اتلان کلبونو تر منځ تر سره سوه.

 

د لوبې پچه  هلمند شعیب خان لوبډلمشر وکټل د توپ وهني فیصله یې وکړه.

 

هلمند لوبډلې په ۲۵ اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ارزګان لوبډلې ته ۱۴۱ هدف کېښود.

 

د هلمند لوبډلې لپاره

عبدالواجد ۲۸

او عبدالحکیم ۲۱ منډي جوړي کړي.

د ارزګان لوبډلې لپاره

شفیع الله ۳

عزت الله ۲ او

عبدالباقي ۲

لوبغاړي وسوځول .

 

ورپسي ارزګان سیلاني اتلانو توپ وهنه پیل کړه په ۲۳ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۹۵ منډي جوړي کړي. رحیم الله ۴۲

فریدالله ۱۳ منډي جوړي کړي.

د هلمند شعیب خان لوبډلې لپاره

جان اغا ۶

او خالدارین ۲ لوبغاړي وسوځول.

هلمند شعیب خان لوبډلې په ۴۵ منډو په توپیر سره لوبه وګټل. دلوبې غوره لوبغاړی جان اغا ونومول شو

 

دوهمه لوبه :

دوهمه لوبه د زابل مرغه والا او هرات باستان کلبونو تر منځ تر سره سوه .

دلوبې پچه زابل مرغه وال لوبډلمشر وګټله او د توپ وهني فیصله یې وکړه.

 

زابل مرغه وال کلب په ۲۵.۲ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو هرات لوبډلې ته یې ۱۳۷ منډو هدف ورکړ.

 

زابل لوبډلې لپاره

احمدضیا ۲۹

محمدیونس ۲۸ منډي جوړي کړي.د هرات لپاره محمدعلي ۴ عبدالله تره خیل ۲.لوبغاړي وسوځول.

 

ورپسي هرات باستان لوبډلې په ۲۴.۱ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۴ منډي جوړي کړي. دهرات لپاره عبدالباري محمدي ۳۳

عبدالله تره خیل ۲۶ منډي جوړي کړي.

 

د زابل لپاره منظور احمد ۳

احمدولي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبه یې د۱۲ منډو په توپیر سره له هرات لوبډلې څخه وګټل.

 

دلوبې غوره لوبغاړی د زابل مرغه وال لوبغاړی احمد ولي ونومول  شو

 

نیټه؛۱۴۴۳/۵/۸ هـ ق