دبست زون د اتلو کلبونو تر منځ په هلمند کی نن هم دوې سیالۍ تر سره شوي.

    لومړی لوبه د هرات باستان او ارزګان سیلاني اتلانو کلبونو تر منځ تر سره شوه.   د لوبې پچه دهرات لوبډلمشر وکټل د توپ وهني پریکړه یې وکړه. هرات کلب په ۲۵ اورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ارزګان کلب ته ۲۰۹ هدف کېښود.   د هرات کلب لپاره عبدالباري محمدي ۱۰۵ […]

 

 

لومړی لوبه د هرات باستان او ارزګان سیلاني اتلانو کلبونو تر منځ تر سره شوه.

 

د لوبې پچه دهرات لوبډلمشر وکټل د توپ وهني پریکړه یې وکړه. هرات کلب په ۲۵ اورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ارزګان کلب ته ۲۰۹ هدف کېښود.

 

د هرات کلب لپاره

عبدالباري محمدي ۱۰۵

او غلام جیلاني ۱۸ منډي جوړي کړي.

د ارزګان کلب لپاره

شفیع الله ۲ او پیدامحمد ۱ لوبغاړي وسوځول .

 

ورپسي ارزګان کلب توپ وهنه پیل کړه په ۲۳.۲ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۲ منډي جوړي کړي او لوبه هرات کلب په ۶۶ منډو په توپیر سره وکټل.

 

هدایت الله ۳۰ او شفیع الله ۲۸ منډي جوړي کړي.

د هرات کلب لپاره

عبدالله تره خیل ۳ او احمدولي اسحاقزي ۳ لوبغاړی وسوځول.

دلوبې غوره لوبغاړی عبدالباري محمدي ونومول سو.

 

 

 دوهمه لوبه دهلمند شعیب خان او زابل مرغه وال کلبونو تر منځ تر سره سوه .

 

 

دلوبې پچه زابل لوبډلمشر وګټل او د توپ وهني فیصله یې وکړه.

 

زابل مرغه وال کلب په ۲۵ اورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځیدو هلمند کلب ته یې ۱۳۱ منډو هدف ورکړ. محمدیونس ۷۷ او سمیع الله ۱۶ منډي جوړي کړي.

 

د هلمند کلب لپاره عبدالباري کاکړ ۲ او خالدارین ۲ لوبغاړي وسوځول.

 

ورپسي هلمند شعیب خان کلب په ۱۱ اورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ټاکل سوی هدف پوره کړ او لوبه یې په ۵ ویکټو وکټل . دهلمند لپاره

شریف الله بارګزي ۷۱ او محب الله ۲۱ منډي جوړي کړي.

 

دلوبې غوره لوبغاړی شریف الله بارګزی ونومول شو.

 

نیټه؛ ۱۴۴۳/۵/۱۰ هـ ق